د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، چې پاکستاني پولیسو په دې وروستيو کې د تحریک انصاف په لاريونونو کې د ګډون په تور شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال نيولي او زنداني کړي دي.
طالبان زياتوي، چې په دې لاريونونو کې افغانانو ګډون نه دی کړی خو پاکستاني پوليس د افغان کډوالو ځورولو ته دوام ورکوي.
تر دې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي و، چې افغان کډوالو د تحریک انصاف په لاریونونو کې برخه اخستې وه.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه خبري کنفرانس کې وویل، ۱۹ تنه افغان کډوال په اسلام اباد کې په لاریونونو کې د ګډون په تور نیول شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې ټول افغان کډوال باید د روان کال له ډسمبر میاشتې څخه په اسلام اباد کې د اوسېدو اجازه ولري، که نه له اسلام اباده به ایستل کيږي.
د طالبانو کډوالو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ویلي ، چې د اسلام اباد امنيتي ادارو د افغان کډوالو د نیولو لپاره پراخ عمليات پیل کړي او شاوخوا «۸۰۰ کسان» يې نيولي او زنداني کړي دي.
دغه وزارت لیکلي، چې په لاريونونو کې هیڅ افغان ګډون نه دی کړی.
طالبانو د پاکستان له حکومته غوښتي، چې له افغان کډوالو دې سیاسي استفاده نه کوي.
د طالبانو کډوالو چارو وزارت په اسلام اباد کې له خپل سفارت څخه غوښتي، چې د پاکستان کورنيو چارو او سفران وزارتونو او د ملګرو ملتونو عالي کمېنشرۍ ته په ليکلې بڼه د بنديانو شمېر ورکړي او ژر تر ژر د هغوی د خوشي کېدو غوښتنه وکړي.