د خیبرپښتونخوا په لکي مروت کې د پاکستان پوځ په عملیاتو کې پنځه تنه وسله وال وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۵

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، چې تېره ورځ د دغه هیواد پوځ د خیبرپښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال پنځه تنه وسله وال وژلي او دوه تنه نور یې ټپیان کړي دي.
خو ټي ټي پي او کومې بلې وسله والې ډلې یې په اړه لا څه نه دي ويلي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ پاکستاني پوځیانو د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال پنځه تنه وسله وال وژلي او دوه یې ټپیان کړي دي.
پاکستاني پوځ په دغو عملیاتو کې پوځ ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
تر اوسه پورې تحریک طالبان پاکستان په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.
د پاکستان پوځ خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي چې دغه عملیات یې له وړاندې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره کړي دي.
خبرپاڼه کې دا رنګه ویل شوي چې لا هم په دغې سیمه کې د وسله والو د له منځه وړلو په موخه پوځي عملیات روان دي.
په دې وروستیو کې د پاکستان په دوو صوبو خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو له لوري پر پاکستاني پوځیانو مخامخ بریدونه او د ماین چادونو پېښې زیاتې شوې چې په دې سره پوځ ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستان تر بل هر وخت په اقتصادي او سیاسي ځوړ سربېره له سختو امنیتي ننګونو سره هم مخامخ دی چې په کې نا امني ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده.

نور خبرونه

رادیو