د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه شاوخوا ۹۵ کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې.
دغه اژانس پر اېکس پاڼه لیکلي دي، چې دغه کورنۍ د افغانستان له څلورو لارو تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې ستنې شوې دي.
د دغه خبر له مخې، د دغو راستنو شویو کورنیو له ډلې ۷ یې د تورخم له لارې، ۲۱ یې د سپین بولدک له لارې او ۶۷ یې هرات د اسلام کلا له لارې راستنې شوې دي.
خو د دغو راستنو شویو د ټولټال شمېرو په اړه څه نه دي ویل شوي او دا هم نه دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په زور راستنې کړل شوې او که په خپله خوښه.
دغه اژانس لیکلي، چې له دغې ډلې ۶ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې او پر لسګونو کورنيو مرستې وېشل شوې دي.
له بل پلوه ایراني چارواکي وایي، چې د روان کال ترپایه به له دغه هېواده له دوو څخه تر دوه نیم مېلیونو پورې بې اسناده افغان کډوال واېستل شي.
تازه په پېښور کې سرچېنې وایي، شاوخوا ۲۰۰ تنه افغانان یې نیولي دي.
پولیس سرچېنو ویلي، دغه افغانان وروسته له هغې ونیول شول چې پولیسو د امنیت او ټیکاو راوستو په موخه پراخ عملیات پیل کړل.