ملګري ملتونه: په افغانستان کې معلولې نجونې او ښځې له زیات تاوتریخوالي سره مخ دي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۳

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونیت پلاوي یا یوناما موندنې ښيي چې افغان معلولې ښځې او نجونې له زیات تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ دي.

یوناما وايي چې دوی د خپلې انزوا او پاملرنې ته اړتیا له املهله کورني تاوتریخوالي او ناوړه ګټه اخیستنې سره مخ دي.

د معلولیت نړیواله ورځ هر کال د ډسمبر په درېمه د عامه پوهاوي د لوړولو او د معلولو وګړو د حقونو او هوساینې د ودې په موخه په نړیواله کچه لمانځل کیږي.

یوناما وايي چې سږ کال په افغانستان کې د معلولو کسانو نړیواله ورځ له "د یوه ټول شموله او باثباته راتلونکي لپاره د معلولیت لرونکو اشخاصو د رهبرۍ پیاوړتیا" شعار سره لمانځي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت په خپله خبرپاڼه کې ټینګار کوي چې معلولې ښځې او نجونې په ځانګړې توګه په افغانستان کې له اوسنیو شرایطو اغېزمنې دي او ډېری وخت له ډول ډول تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د څېړنو پر بنسټ، معلولیت لرونکې ښځې او نجونې د روغو وګړو په پرتله ډېر ځله له کورني تاوتریخوالي، احساساتي ناوړه ګټه اخیستنې او جنسي تېري سره مخامخ کېږي.

یوناما وايي، معلولیت لرونکې ښځې او نجونې زیاتره د انزوا او وېرې له امله د تاوتریخوالي او ناوړه چلند د پېښو له راپور ورکولو ډډه کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو معاونیت پلاوي له طالب چارواکو غوښتي چې د افغانستان د پایداره پرمختګ لپاره په دې نوښت کې برخه واخلي.

دغه بنسټ د معلولو وګړو د حقونو د کنوانسیون د بشپړ تطبیق غوښتنه هم وکړه.

یوناما د خپلې خبرپاڼې په یوه بله برخه کې د بشردوستانه اقداماتو، دایمي حل لارو او د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د زیانمن شویو وګړو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د هر اړخیزو پالیسیو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې په افغانستان کې له میلیونونو معلولینو سره مرسته کوي.
په خپل پیغام کې، رېچارډ بېنېټ د معلولینو د حقونو د ملاتړ لپاره د محلي او نړیوالو اقداماتو غوښتنه وکړه او دوی ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی غږ اوریدل کېږي.
د ښاغلي بېنېټ پیغام ولوستل شو، "راځئ چې د ټولو لپاره د شمولیت، وقار او مساوي فرصتونو ملاتړ وکړو."

نور خبرونه

رادیو