پاکستان تایید کړه چې د عمران خان د پلویانو د لاریون پر مهال یې یو شمېر افغانان نیولي دي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۹

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي چې په اسلام اباد کې د عمران خان د پلویانو په لاریون کې افغان وګړي نیول شوي دي.

اغلې بلوچ وايي چې د نیول شویو کسانو شمېر او هویت به ډېر ژر د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له خوا اعلان شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ «د لیندۍ ۹مه» په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د پاکستان په سیاسي لاریونو کې د بهرنیو وګړو ګډون «غیر قانوني» دی.

هغې ټینګار وکړ، چې بهرنیان باید د پاکستان له سیاسي چارو لرې پاتې شي.

دغې چارواکې په دغو لاريونونو کې د نيول شويو افغانانو شمېر په ډاګه نه کړ.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکو په دغه هېواد کې د لاریونونو پر مهال د افغان ګړو د نیولو اعلان کړی دی.

د تلې په نیمايي کې د دغه هیواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلویانو په لاریون کې پاکستاني چارواکو د افغانانو نیول کېدل تاید کړي ول.

هغه مهال د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ادعا کړې وه چې د تحریک انصاف په لاریون کې افغانان هم شامل وو او ۱۲۰ تنه یې نیولي دي خو د تحریک انصاف چارواکو دا ادعا رد کړه چې ګواکې په لاریون کې افغانانو کډون درلود.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په وروستیو لاریونونو کې د افغانانو د نیولو اعلان په داسې حال کې کړی، چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ژوند شرایط سخت کړي دي.

د پاکستان حکومت هم اعلان کړی چې افغان کډوال باید د دغه هېواد په پلازمېنه کې د اوسېدو ځانګړې اجازه ترلاسه کړي.

نور خبرونه

رادیو