د ایران د کورنیو چارو وزارت: ناقانونه افغان کډوال له بېرته ستنېدو پرته بله چاره نه لري

AP ۱۴۰۳ لړم ۳۰

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو مرکز مشر د چهارشنبې په ورځ وویل، چې ناقانونه افغانان خپل هېواد ته له ستنېدو پرته بله چاره نه لري.

نادر یار احمدي وویل، چې د بې اسناده افغانانو شتون قانوني کډوالو ته د خدمتونو په وړاندې کولو اغېزې کړي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي زیاته کړې؛ د هغو افغانانو بېرته ستنول چې په ناقانونه توګه ایران ته داخل شوي دي له ایران سره مرسته کوي، چې له هغو افغانانو سره چې ایران ته راځي د یوه عادي عنصر په څېر چلند وکړي.

اېرنا خبری اژانس د یار احمدی له قوله لیکلي: «ښایي په ځینو ادارو کې اسناد لروونکي او قانوني اتباع متاثره شوي وي او دغه کار په هېواد کې د ناقانونه کډوالو د زیات شتون له امله دی. له ناقانونه کډوالو څخه د قانوني کډوالو جلا کول ستونزمن دی. موږ هڅه کوو چې دا کار وکړو.»

د دغه راپور له مخې، د ایران د کورنیو چارو وزارت یاد چارواکي په دې هېواد کې د قانوني او ناقانونه کډوالو شمېر شاوخوا شپږ میلیونه تنه اټکل کړی دی.

ایران ته د زرګونو افغانانو د ننوتلو قانوني لار

همداراز د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو د مرکز مشر وویل، چې هره ورځ څه د پاسه څلور زره افغانان له معتبرو پاسپورټونو او ویزو سره ایران ته ننوځي، چې ورځ په ورځ یې شمېر زیاتېږي.

نوموړی وایي، په ايران کې د هغو افغانانو لپاره چې قانوني اسناد لري د کار زمينه هم برابره شوې ده.

دغه چارواکي زیاته کړه: "د ایران د یو کلنۍ اقامې لپاره د هر هېواد څخه بهرني اتباع باید ۱۰۰ زره ډالره ورکړي، چې دغه شمېر د بدلون وړ نه دی.»

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو د مرکز مشر د افغان ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې وویل، چې د افغان کډوالو څه د پاسه لس سلنه په لومړنیو ښوونځیو کې زده کړې کوي.


نور خبرونه

رادیو