په بنګله دېش کې چارواکو اعلان کړی چې سږ کال ۴۰۷ کسان د ډینګي ناروغۍ له امله مړه شوي او نږدې ۷۸ زره او ۶۰۰ کسان په دغه هېواد کې په روغتونونو کې بستر دي.
بنګله دیش په وروستیو کلونو کې د ډینګي تر ټولو بدې ناروغۍ سره مبارزه کوي.
د تودوخې زیاتوالی او دوامداره موسمي بارانونه د دې لامل شوي چې د ناروغانو شمیر زیات شي او روغتونونه په ځانګړي ډول ښاري سیمو کې روغتیايي مرکزونه له ستونزو سره مخ شي.
د نومبر تر نیمایي پورې د څلور زره او ۱۷۳ ناروغانو درملنه کېده، چې نږدې نیمایي یې د پلازمینې ډاکې په روغتونونو کې بستر شوي وو.
په ښارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه د ډینګي ناروغۍ خپریدو ته وده ورکوي، په ځانګړې توګه له جون څخه تر سپټمبر میاشتې پورې موسمي بارانونه زیات وي.
د تودوخې لوړوالی او موسمي توپانونه، دواړه د اقلیم له بدلون سره تړاو لري، چې د میاشو تولید او د ډینګي چټک خپریدو زیاتوالی ورسره موندلی دی.