طالبان: له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه له ۲۰۰ څخه ډېرې کورنې راستنې شوې

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۳

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې له ګاوڼدیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د راستنېدو په دوام له ایران او پاکستانه تېره ورځ ۲۱۲ کورنۍ راستنې شوې.

دغه اژانس په اېکس پاڼه لیکلي، چې له دغه دلې ۲۵ کورنۍ د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې، ۸ کورنۍ د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې له پاکستانه او ۵۷ کورنۍ د نیمروز ولایت د ابرېښم پله له لارې او ۱۱۲ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې له ایرانه راستنې شوې دي.
باختر اژانس زیاته کړې، چې د راستنو شویو کورنیو له ډلې ۹ کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې او پر لسګونو نورو کورنیو یې مرستې وېشلې دي.
بل خوا له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو په دوام تېره ورځ د دغه هېواد تسنیم خبري اژانس د انقلاب تایباد د لوی څارنوال له قوله راپور ورکړی، چې د روان کال له پیله تردې دمه ۲۳زره او ۱۵۶ تنه بې اسناده افغان کډوال د دوغارون له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
حجت الله صدیقي ویلي و، چې ایران ته د افغان کډوالو د ورتګ شمېره سږ د تېر کال پرتله ۵۰ سلنه کمه شوې ده.
نوموړي ایران ته د بې اسناده افغانانو د تګ په کمېدو کې د پولو د امنیت ټینګښت، په ختیځو پولو کې د وسله‌والو ځواکونو څار او ځواکمنتیا، حقوقي مبارزې او د ټولو هېوادوالو ملاتړ یې مهم لاملونه ګڼلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکند مومني وویل، دا چې د کډوالو لپاره له نړۍوالو هیڅ ډول مرسته نه ترلاسه کوي؛ نور په خپل هېواد کې افغان کډوال نه شي منلای.

نور خبرونه

رادیو