ټرمپ مایک روبیو د بهرنیو چارو د وزیر او کبارډ د ملي استخباراتو د رییسې په توګه وټاکل

۴ ورځې مخکې

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله نوې اداره کې د فلوریډا سناتور مایک روبیو د امریکا د بهرنیو چارو د نوي وزیر په توګه غوره کړی.
ټرمپ دغه راز وویل، چې هغه د کانګرس پخوانۍ ډېموکراته غړې تولسي ګبارډ د امریکا د ملي استخباراتو د رییسې په توګه غوره کړې ده.

د امریکا د مشرانو جرګې غړی مارکو روبیو د چین، کیوبا او ایران په تړاو په باز مشهور دی او د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې غړی او د دې جرګې د استخباراتو کمیټې مرستیال هم دی.
روبیو د چین منتقد هم ګڼل کېږي او په امریکا کې یې د چینایي کمپنۍ اړوند ټیک ټاک خواله رسنۍ د دغه هېواد د وګړو لپاره خطرناک بللی دی.
ټرمپ د روبیو په اړه وویل، چې "هغه زموږ د ملت پیاوړی مدافع دی، رښتینی ملګری او متحد دی؛ یو بې باکه جنګیالی به وي چې زموږ د دوښمنانو پر وړاندې به شاته لاړ نه شي".
ټرمپ دغه اعلان له جو بایډن سره له ناستې وروسته په فلوریډا ایالت کې وکړ.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د ډونالډ ټرمپ هر کلی وکړ، ترڅو د واک د سولییز لېږد په اړه ډاډ ورکړي

نور خبرونه

رادیو