د ایران تسنیم خبري اژانس د انقلاب تایباد لوی څارنوال له قوله راپور ورکړی، چې د روان کال له پيله تر دې دمه ٢٣زره او ١٥٦ تنه بې اسناده افغان کډوال د دوغارون له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
حجت الله صدیقي ویلي، چې دغه شمېره د تېرکال پرتله ۵۰ سلنه کمه شوې ده.
هغه زیاته کړې، ایران ته د بې اسناده افغانانو د تګ کمېدو کې د پولو د امنیت ټینګښت، په ختیځو پولو کې د وسلهوالو ځواکونو څار او ځواکمنتیا، حقوقي مبارزې او د ټولو هېوادوالو ملاتړ یې مهم لاملونه بللي دي.
ښاغلي صدیقي وړاندې ویلي، په تایباد ښار کې د مېشتو بې اسناده افغانانو پېژندنه د دغه ښار د چارواکو له لومړیتوبونو څخه ده او د روان کال له پیل راهیسې په دغه ښار کې د بې اسناده افغانانو ۱۶ استوګنځایونه مهرو لاک شوي دي.
هغه وایي، په تایباد ښار کې بې اسناده افغانانو ته د استوګنې کورونه او کار ورکول منعه شوي دي او سرغړونکو ته به قانوني سزا ورکړل شي.
د هغه په وینا، بې اسناده افغانان چې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې نیول شوي، د قانوني مراحلو له بشپړولو وروسته د دوغارون له لارې خپل هېواد ته ستنول کېږي.
له بل پلوه د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني وايي، دا چې د کډوالو لپاره له نړۍوالو هیڅ ډول مرسته نه ترلاسه کوي؛ نور په خپل هېواد کې افغان کډوال نه مني.