پاکستان له اسټراليا نه دوه پر يو د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۰

پاکستان د يکشنبې په ورځ اسټراليا ته د یو ورځنۍ لوبلړۍ په درېيمه او وروستۍ سيالي کې د اتو ويکټو په توپير ماته ورکړه او دغه لړۍ يې دوه پر يو وګټله.
د پاکستانۍ لوبډلې تېز توپ اچوونکي حارث رووف په دې لوبلړۍ کې ۱۰ لوبغاړي وسوځول او د لوبلړۍ غوره لوبغاړی غوره شو.

د پاکستان او اسټراليا تر منځ د درې يو ورځنۍ لوبلړۍ د وروستۍ سيالۍ پچه پاکستان لوبډلې وګټله او لومړی یې د ډګر ساتنې او توپ اچونې پرېکړه وکړه.


اسټراليا لوبډلې په ۳۱.۵ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۰ منډې جوړې کړې.
اسټراليايي لوبغاړي سين ابوټ تر نورو لوبغاړو ډېرې، ۳۰ منډې وکړې.


بل لوری د پاکستان لوبډلې په توپ اچونه کې تېز توپ اچوونکو شاهین اپريدي او نسیم شاه درې – درې او حارث رووف دوه لوبغاړي وسوځول.

پاکستانۍ لوبډلې په ۲۶.۵ اور کې د خپلو دوو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او د اتو ويکټو په توپير يې لوبه وګټله.

پاکستاني توپ وهونکي سیم ایوب تر نورو لوبغاړو ډېرې ۴۲ منډې جوړې کړې.

د پاکستان او اسټراليا ترمنځ د يو ورځنۍ لوبلړۍ لومړۍ سيالي اسټراليا د دوو ويکټو په توپير ګټلې وه. دويمه سیالي بیا پاکستان د ۹ ويکټو او درېيمه د اتو ويکټو په توپير وګټله.

دغه سيالۍ د اسټراليا په کوربه توب په پرټ لوبغالي کې تر سره شوې.

دواړې لوبډلې د درې شل اوره لوبو لړۍ هم لري، چې لومړۍ سيالي به یې د پنجشنبې په ورځ تر سره شي.

نور خبرونه

رادیو