د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د ساینس د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته چې دغې ډلې د نجونو په منځنیو او لوړو زده کړو بندیزونه لګولي دي، افغان نجونو تر ډېره د روغتیا په برخه کې زده کړو ته مخه کړې ده.
دې سفارت د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره د پوهې او پوهانو رول مهم وباله.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې اوسمهال له دوحې څخه فعالیت کوي، د یکشنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) یې پر اېکس خپور کړي پیغام کې لیکلي: «د پوهانو، زده کړیالانو او مبتکرینو ملاتړ ته دوام ورکوو، ځکه ساینس د سولې او ارامۍ کیلي ده».
د نومبر ۱۰مه د ساینس د نړۍوالې ورځې په نوم نومول شوې ده. ډېری اکاډمیک سازمانونه، څېړنیزې ادارې او پوهنتونونه له دغې ورځې نمانځنه کوي.
په نړۍ کې دغه ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې طالبانو له څه باندې درېیونو کلونو راهیسې د زرګونو افغان نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې بندې کړي دي.
اوسمهال هغه افغان نجونې چې پخوا له نورو برخو فارغې شوې وې او په خپل مسلک کې دنده ترسره کولی نه شي، مجبوره شوي چې د روغتیا په برخه کې له سره زده کړې وکړي.
له دې ټولو سربیره، بیا د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق څه مودل مخکې اعلان کړی و، چې افغانستان په بیړنۍ توګه ۱۸ زره په کار پوه قابله ګانو ته اړتیا لري.
دغه صندوق خبرداری ورکړی، چې که دا اړتیا پوره نه شي، د ډېرو ښځو ژوند به له ګواښ سره مخ شي.
د راپورونو له مخې، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د میندارو مېرمنو د مړینې تر ټولو لوړ ارقام لري.
دې سازمان د طالبانو له خوا د ښځو پر تعلیم، کار او سفر محدودیتونو ته په اشارې سره ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو او راتلونکو نسلونو وضعیت ډېر خطرناکه ښکاري.