زلمی خلیلزاد: د پاکستان پوځ دې د سیاست پر ځای د پاکستاني وګړو د امنیت خوندیتوب ته پام وکړي

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۰

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد په کوټه کې د شنبې د ورځې د خونړي برید په غبرګون وویل: «د پاکستان پوځ دې د سیاست پر ځای د پاکستاني وګړو د امنیت خوندیتوب ته پام وکړي.»

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې خپله ټوله انرژي په سیاسي، عدلي او اقتصادي برخو کې لګولې ده.
دغه چاودنه چې په کوټه ښار کې د یوه اورګاډي په تمځای کې شوې له امله یې د ۱۹ پاکستاني پوځيانو په ګډون ۳۱ کسان وژل شوي او څه باندې ۶۰ تنه نور ټپيان دي.
د افغانستان په چارو کې د امریکا پخوانی استازی دا پېښه غندي او وایي: «په دې وروستیو میاشتو کې ورته ګڼ بریدونه یوه خبره څرګندوي، چې د پاکستان پوځي بنسټ ته پکار ده، چې خپلو اصلي مسولیتونو ته پام وکړي، یعنې د پاکستاني وګړو د خوندیتوب او امنیت ساتلو ته.»
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د پاکستان پر پوځ د نوموړي نیوکې په دې وروستیو کې زیاتې شوې دي.
خلیلزاد تر دې وړاندې د پاکستاني پوځ د رییسانو د کاري مودې د غځولو په غبرګون وویل، چې د پاکستان د ملي شورا د دغه کار پایلې به د جنرال منیر د زیانمونکو سیاستونو دوام وي.
هغه دغه راز زیاته کړې وه، چې د پنځو کلونو لپاره د پاکستاني پوځ د رییسانو د کاري مودې غځول به په پاکستان کې د بې ثباتۍ، تاوتریخوالي، د ازادۍ د محدودیت او ان د دغه هېواد د مغز د تېښتې او دغه راز د اقتصادي کمزورتیا لامل شي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې نننی ځانمرګی برید چې د اورګاډي په یوه تمځای کې شوی، مسوولیت یې د بلوچ د ازادي غوښتونکي پوځ په غاړه اخیستی دی.
عاصم منير بیا د وژل شويو کسانو د جنازې په مراسمو کې وويل، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د ټولو پاکستانیانو دوامداره ملاتړ او د پوځي او ملکي ادارو همکارۍ ته اړتيا لري.

نور خبرونه

رادیو