د بنګله دېش لوبډلې په پنځوسو اورونو کې د ۷ وېکټو په زیان افغان لوبډلې ته د ۲۵۳ منډو هدف وټاکه.
خو د افغان لوبډلې توپ وهونکو ونه شو کړای، چې د بنګله دېش لوبډلې له لورې ورکړل شوی هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي یې د لوبې په ۴۳،۳ اورونو کې وسوځېدل.
د افغانستان په کوربه توب له بنګله دېش سره د درېیو یو ورځینیو لوبو د لړۍ د دویمې لوبې پچه بنګله دېش لوبډلې وګټله او افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د بنګله دېش لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۵۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې په پنځوسو اورونو کې ۲۵۳ منډو هدف وټاکه.
په توپ وهنه کې د بنګله دېش په ګټه شانتو ۷۶ منډې، جاکیر ۳۷ او سومیا سرکار ۳۵ منډې جوړې کړې.
د افغانستان په ګټه په توپ اچونه کې ننګیال خروټي ۳، راشد خان او الله محمد غظنفر ۲ـ۲ وېکټې واخیستې.
د افغان لوبغاړو توپ وهنه نن بیا د پام وړ نه وه او د تمې خلاف ځینو لوبغاړو د کمو منډو له جوړولو وروسته خپلې ویکټې له لاسه ورکړې.
د افغان ملي لوبډلې لوبغاړو ونه شو کړای، چې د بنګله دېش لوبډلې له لورې د ۲۵۳ منډو ورکړل شوی هدف پوره کړي او د افغان لوبډلې ټول لوبغاړي د لوبې په ۴۳،۳ اورونو کې د ۱۸۴ منډو په جوړولو سره وسوځېدل او لوبه د بنګله دېش لوبډلې د ۶۸ منډو په توپير وګټله.
د افغانستان لپاره رحمت شاه زرمتي ۵۲ منډې، صدیق اتل ۳۹ منډې او ګلبدین نایب ۲۶ منډې جوړې کړې.
د بنګله دېش لپاره په توپ اچونه کې ناسوم ۳، میراز او مصطفیض الرحمن ۲ـ۲ او تکسین احمد ۱ وېکټه واخیسته.
د یادولو ده، چې افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د روانې پنځوس اوریزې لوبلړۍ وروستی لوبه د راتلونکي دوشنبې په ورځ په شارجه نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.