د افغانستان د ووشو ملي فدراسیون د تکواندو او جيټ کانډو لوبغاړو په ازبکستان کې دوه د سرو او درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.
د اتلانو نړیوال جام د ازبکستان په کوربه توب پیل شوی و، چې د نړۍ ۱۳ هېوادونو برخه پکې لرله.
د افغانستان د المپیک، بدنې روزني او روزش عمومي کمېټې د شنبې په ورځ په يوه خبر کې ويلي، چې دغه سيالۍ یوه اونۍ وړاندې په تاشکند کې پيل شوي وې، چې د ۱۳ هېوادونو لوبغاړو په بېلابيلو لوبو کې برخه اخیستې.
افغان المپيک ويلي، چې په دې سيالیو کې پنځو افغان لوبغاړو سره ۴ افغان هیت برخه اخيستې او دغه مډالونه یې ګټلي دي.
په دې سياليو کې د شمالي کوريا لوبغاړو د قهرمانۍ لومړۍ او د روسيې لوبغاړو دویم مقام تر لاسه کړ.