هندي رسنۍ انډین اېکسپرېس خبر ورکړی، چې هندوستان د چمپینز ټرافي لپاره پاکستان ته له تګه انکار کړی.
د راپور له مخې، د هند کرېکټ بورډ وايي چې هندۍ لوبډله به پاکستان ته نه ځي او دا یې وروستۍ پرېکړه ده چې پاکستان ته یې لیکلې ده.
د هند د کرېکټ بورډ د سرچینو په وینا، په دوبۍ کې د هندي ټیم د سیالیو د ترسره کولو غوښتنه شوې ده.
له بل پلوه په دې اړه د پاکستان کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي وايي، د هند کرېکټ بورډ تر اوسه په دې اړه په ليکلي ډول څه نه دي ويلي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د هند کرېکټ بورډ د چمپینز ټرافي لپاره پاکستان ته د لوبډلې د استولو هوډ لري.
د هند تر څنګ ۶ نورو لوبډلو هم پاکستان ته د ټورنمنټ د لېږلو پخلی کړی؛ خو هند د امنیت په پلمه د لوبډلو له لېږلو ډډه کوي.
د چیمپینز ټرافي سیالۍ به د ۲۰۲۵کال د فبرورۍ په ۱۹مې نېټې پیل شي او د مارچ تر ۹مې به دوام وکړي.