په پاکستان کې خونړۍ چاودنه؛ ازادۍ جبهه وايي طالبانو ترهګرو شبکو ته ځای ورکړی

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۹

د افغانستان د ازادۍ جبهې د پاکستان په کوټه کې خونړی برید غندلی او دا یې په سیمه کې د ترهګرۍ د خپرېدو نښه بللې ده.

جبهه وايي، ترهګرو ډلو د طالبانو په ملاتړ د خپلو فعالیتونو د پراخولو لپاره زیاتې سیمې او ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کوټه کې د اورګاډي په تمځای کې هغه برید په کلکه وغانده چې له امله یې ۳۲ تنه ووژل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له هغه وخته چې طالبان کابل ته ننوتلي، ورځ تر بلې د ترهګریزو بریدونو شمېر زیات شوی او اغیز یې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته رسېدلی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د یوه مشروع او قانوني نظام په نه شتون کې ترهګرو ډلو پراخې سیمې، اړینې اسانتیاوې او فکري- ایډیالوژیکي ملاتړ ترلاسه کړی او ورځ تر بلې خپل فعالیتونه پراخوي.

د طالبانو مخالفه دغه پوځي جبهه وايي، د اوسني وضعیت ژغورل په افغانستان کې د ترهګرۍ د خوندي ځالو او د ترهګرو شبکو له کوربه طالبانو سره د مبارزې په برخه کې پراخې سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري.

د پاکستان د امنیتي سرچینو په وینا، په کوټه ښار کې د یوه اورګاډي په تمځای کې د ځانمرګي برید په پایله کې لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.

بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ د چاودنې مسوولیت منلی دی.

دې ډلې ویلي چې چاودنه یو ځانمرګی برید و او د ځانمرګي د برید هدف د پاکستان پوځیان وو.

نور خبرونه

رادیو