د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۱۶۱ کورنۍ له ایران او پاکستانه هېواد ته راستنې شوې.
د دغه اژانس په اېکس پاڼه کاږلي، له دغې ډلې د تورخم له لارې ۲۰، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۹، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۴۹ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۷۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
دغه اژانس زیاته کړې ده، چې د راستنو شویو کورنیو له ډلې ۳۶ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې او سلګونه کورنيو ته بیا مرستې وېشل شوې دي.
له بل پلوه د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له مخې، په تېر یو کال کې نږدې ۷۴۰ زره افغان کډوال له پاکستانه او ۶۲۱ زره کډوال له ایران څخه بېرته افغانستان ستانه شوي دي.
خو د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۷۸۶ زره ۷۶۹ افغانانو خپل هېواد پرېښی دی.
ورته مهال پاکستاني رسنیو وړمه ورځ راپور ورکړی و، چې د روان ۲۰۲۴ کال د (اکتوبر له اومې نېټې د نومبر تر پنځمې) له پاکستانه ۲۶ زره او ۴۵۰ افغان کډوال اېستل شوي دي.