د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال وايي د دغه هېواد استازي د اقتصادي اړیکو او بشري مرستو د پیاوړتیا لپاره له چابهار بندر د استفادې په اړه د خبرو لپاره کابل ته سفر کړی و.
جیسوال وویل چې هندي پلاوي په کابل کې له طالب چارواکو او حامد کرزي سره لیدلي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال د پنجشنبې په ورځ په ډیلي کې خبري کنفرانس ته د هندي پلاوي د سفر په اړه جزییات ورکړل.
د هند په بهرنیو چارو وزارت کې د پاکستان، افغانستان او ایران د څانګو مشر جي، پي، سینګ په دې وروستیو ورځو کې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ او له طالب چارواکو سره یې ولیدل.
د طالبانو د دفاع وزارت د چهار شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دفاع وزیر یعقوب مجاهد له چي پي سینګ سره سره وکتل.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم له جي پي سینګ سره په لیدنه کې ویلي، چې دا ډله له ډیلي سره د خپلو اړیکو د پراختیا تمه لري.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په کابل کې له هندي پلاوي سره په لیدنه کې د افغانانو زدکړو ته د هند توجو او د دواړو هېوادونو تر منځه د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، دغه پلاوي په کابل کې د هندي پلاوي د ناستو پر مهال له افغانستان سره د بشري مرستو او د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو په برخه کې د افغانستان د سوداګریزې ټولنې له خوا د کار اخیستلو او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
رندهیر جیسوال وویل چې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو برابرول د هند د مرستو د پروګرامونو یوه مهمه برخه ده او ویې ویل چې دوی اوس هم افغانستان ته د غنمو څو چوپې لېږلې دي.