د طالبانو د مشر ملا هبت الله د نوي فرمان له مخې د ټولو وسلو او پوځي مهماتو د وېش حکم یوازې د دغې ډلې مشر ملا هبت الله پورې تړلی دی او د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د استخباراتو د ادارې مشر د دې واک نه لري چې له وسله تونونو وسلې وباسي او یا هغه ووېشي.
د دغې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد د جمعې په ورځ (د لړم په ۱۸مه) یو خصوصي ټلویزیون سره په خبرو کې ومنله، چې دغه فرمان «د وسلو د ښه مدیریت او د هغو د ساتلو» او له وسلو څخه د «ناوړه ګټې اخیستنې» په موخه صادر شوی دی.
خو له دغه فرمانه داسې ښکاري، چې د طالبانو د مشرانو په منځ کې بې باوري تر وروستي بریده رسېدلې او نن سبا د دغې ډلې مشر پخپلو وزیرانو هم بې باوره شوي دي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه و، چې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په خپلو ملاتړو وسلې وېشلې دي او د دې تر څنګ ګاونډیو هېوادونو ته هم د وسلو د قاچاق خبرې ډېرې اورېدل کېږي.