د خیبر پښتونخوا والي د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډيورنډ کرښه د اوو ګډو لارو د پرانېستلو غوښتنه وکړه.
فیصل کریم کنډي وویل، چې د دغو لارو پرانېستل به د سوداګرۍ او سیمه ییزو اتصالاتو کچه پراخه کړي.
د خيبر پښتونخوا والي د چهار شنبې په ورځ (د لړم ۱۶ مه) نېټه په پېښور کې په يوه غونډه کې وويل، چې د دغو لارو په پرانيستلو سره به د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ سوداګري پياوړې شي.
ډان ورځپاڼې د ښاغلي کنډي له قوله لیکلي: «له افغانستان سره د ټولو لارو پرانیستل به نه یوازې سوداګري پراخه کړي؛ بلکې په سیمه کې به اقتصادي فعالیتونه هم پراخ کړي.»
هغه ټینګار وکړ، چې افغانانو ته د ویزو ورکولو پروسه باید اسانه شي او د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ باید ګډ سرحدي بازارونه جوړ شي.
افغانستان او پاکستان څه دپاسه ۲ زره کیلومتره ګډه کرښه او لږ تر لږه اته لارې لري.
د دغو لارو له جملې څخه د مسافرو او سوداګریزو توکو تګ راتګ د تورخم او سپین بولدک له دوو لارو تر سره کیږي.
د خېبرپښتونخوا والي څرګنده نه کړه، چې کومې لارې دي پرانستل شي.
د پاکستان سره نوري لارې لکه؛ د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ او د خېبر پښتونخوا د وانو تر منځ د انګور اډه، د خيبر پښتونخوا د کرم اجنسي او د پکتيا ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ تر منځ د خرلاچه، د خيبر پښتونخوا د ميرانشاه ولسوالۍ د غلام خان او د خوست لار، د خیبر پښتونخوا د سوات د ارندو سیمه او د کونړ ولایت د برکانر ولسوالۍ ترمنځ لار، د بلوچستان کلا سیف الله او زابل ترمنځ لار او د پکتيکا د ځاځي اريوب او پاراچنار تر منځ د تيري منګل لارې دي، چې ډېری وخت د بېلابېلو لاملونو له امله تړل کېږي.