د تحریک انصاف ګوند احتجاج؛ لویې لارې او اسلام اباد ته ورغلې ټولې لارې وتړل شوې

۴ ساعتونه مخکې

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند (د نومبر د ۲۴مې نېټې) احتجاج لپاره د مرکزي او پنجاب حکومتونو له‌خوا سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د تحریک انصاف مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان خپلو پلویانو ته د یکشنبې په ورځ اسلام اباد ته د احتجاج او لاریون کولو بلنه ورکړې.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په وینا، د نومبر په ۲۴مه به په اسلام اباد کې مخابراتي شبکې هم غیرفعاله شي.
د دغه احتجاج له امله لويې لارې او اسلام اباد ته ورغلې ټولې لارې د کانټینرونو په اېښودلو سره تړل شوې دي.
په اسلام اباد کې چارواکو د جمعې په ورځ د ماښام له اتو بجو څخه د پلازمینې د ټولو مټرو بسونو فعالیت هم وځنډاوه.
پولیس وایي، چې قهرجن اعتراض کوونکي د امن او نظم د ګډوډولو او شخصي او حکومتي ودانیو ته د زيان رسولو پلان لري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وایي، چې پي‌ټي‌ای ته د احتجاج او پرلت اجازه نه ده ورکړل شوې.
هغه ويلي، چې د اسلام اباد سترې محکمې د حکم له مخې په پلازمينه کې د احتجاج او پرلت اجازه نه شته.
هغه زیاته کړه:« موږ د قانون له مخې د قانون د پلي کولو پابند يو او د سترې محکمې له حکم وروسته به د محکمې حکم سل په سلو کې عملي کړو.»

نور خبرونه

رادیو