د طالبانو امربالمعروف: له یوه بوډا سړي سره د ۱۳ کلنې نجلۍ له جبري واده مو مخنیوي کړی

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۶

د طالبانو د امربالمعروف چارواکي وايي، چې د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې یې له یوه بوډا سړي سره د یوې ۱۳ کلنې نجلۍ د جبري واده مخه نیولې ده.
پر طالبانو تور دی چې دوی هم د دریم او څلورم واده لپاره تر ۱۸ کالو کم عمره نجونې ځانو ته واده کړې دي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت د سې شنبې په ورځ د (لړم ۱۵ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په سمنګانو ولایت کې یې سپینږیري سړي ته د یوې ۱۳ کلنې نجلۍ له جبري ودولو مخنیوی کړی او له ښکېلو غاړو یې غوښتي چې د ښځو مدني او معنوي حقونو ته درناوی وکړي.
واک ته له رسیدو وروسته طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د ښځو او نجونو ډیری حقونه تر پښو لاندې کړي او د دوی پر بنسټیزو حقونو لکه زده‌کړو او ورته نورو یې بندیزونه لګلولي دي.
په سمنګان ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف مشر حبیب الله حماس وویل: «په تېرو کلونو کې شته دودونه د دې لامل شوي چې یو شمېر افغان نجونې او ښځې د هغوی له رضایت پرته په بېلابېلو نومونو لکه بد یا بدل کې د کورنیو له خوا په زور ودونو ته اړې شي.»
د طالبانو د سختو مذهبي تګلارو د پلي کولو د دغې ادارې چارواکي ټینګار وکړ چې جبري ودونه د «الهی فرمان» خلاف کار دی.
خو د طالبانو د ډلې غړي په افغانستان کې د خپلې درې کلنې واکمنۍ پر مهال په پرله پسې ډول په جنسي ځورونو، د هلکانو په ساتلو او په زور د نجونو نکاح کولو تورن شوي او په رسنیو کې د دوی د جبري ودونو راپورونه په پر له پسې توګه خپاره شوي دي.
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف په افغانستان کې د نجونو له زده‌کړو د محرومیت پر دوام د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې په افغانستان کې له زده‌کړو بې برخې شویو نجونو په کم عمر کې ناخوښه ودونو ته مخه کړې.
تر دې مخکې اروپايي ټولنې هم د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې د جبري ودونو په ګډون د بشري حقونو د سرغړونو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې وه.
خو ځیني شنونکي په سمنګانو ولایت کې د طالبانو دغې نادرې کړنې ته د شک په سترګه ګوري او وایي که چېرته ورته چاره یو طالب چارواکي ترسره کړې وای، نو هېڅکله به یې د دغې ډلې د امربالمعروف ادارې له لوري مخه نه وه نیول شوې، دوی وایي د طالبانو د ډلې ټول قوانین او فرامین يوازې پر عامو ولسي خلکو پلي کیږي.

نور خبرونه

رادیو