ملګري ملتونه او ازبکستان د افغانانو د زده‌کړو لپاره ګډ پروګرام جوړوي

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۶

ازبکستان او ملګري ملتونه په سرخان بندر سیمه کې د افغانانو ګډ تعلیمي پرواګرام جوړوي.
د ازبکستان او ملګرو ملتونو استازو د سې شنبې په ورځ د افغانستان پر وضعیت او په دغه هېواد کې د بشري ناورین د مخنیوي پر هڅو خبرې وکړې.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان په چارو کې د ازبکستان استازي عصمت الله اېرګاشېف او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي اکیکو فوجي په سرخان دریا بندر کې د افغان وګړو د روزنې د ګډې پروژې د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان د ستونزو د سوله‌ییز حل لپاره د ازبکستان او ملګرو ملتونو د بنسټونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر اهمیت ټینګار وشو.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه ناسته د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره له افغانستان سره د مرستې او له نړۍوالو سازمانونو سره د همکارۍ د پیاوړتیا په برخه کې د دغه هېواد د ژمنو د تایید په اړه وه.
تر دې وړاندې د ازبکستان د ولسمشر لور ویلي و، چې د افغان ښځو د خوندیتوب لپاره له وړیا زده‌کړو پرته بله ښه لاره نه شته.
سعیدې میرضیایف ویلي، ازبکستان چمتو دی چې د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د نوموړې په خبره:«د نجونو زده‌کړه زما په زړه کې ځانګړی ځای لري.»

نور خبرونه

رادیو