د افغانستان او بنګله دېش د کرېکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالو لړۍ سبا پیلیږي

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۵

دغه سیالۍ د افغانستان په کوربه‌توب په عربي متحده اماراتو کې ترسره کېږي.
افغان کرېکت بورډ ویلي، چې لوبډله او د شارجې نړۍوال لوبغالی د یادې لوبلړۍ لپاره په بشپړ ډول چمتو دي او سبا له غرمې وروسته به د لوبلړۍ لومړۍ سیالي ترسره شي.

د افغانستان په کوربه‌توب د بنلګه دېش په وړاندې د درېیو پنځوس اوریزو سیالیو لړۍ د چهار شنبې په ورځ پیلیږي.
د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د درېیو یو ورځنیو سیالیو لپاره د دواړو هېوادونو ملي لوبډلې عربي متحده اماراتو ته لا له وړاندې رسیدلې دي.
د افغان ملي لوبډلې لوبغاړي د جانټن تراټ تر څار لاندې د تېرې اونۍ راهیسې په شارجه نړۍوال لوبغالي کې د یادې لوبلړۍ لپاره په تمریناتو بوخت دي.
د افغانستان کرېکټ بورد ویلي، چې یادې سیالۍ به د افغانستان پر وخت د ماسپښین په دوه نیمو بجو پیل شي.
د دغو سیالیو لپاره د حشمت الله شاهدي په لوبډلمشرۍ، رحمت شاه زرمتی، رحمن الله ګربز، اکرام علیخېل، عبدالماک، ریاض حسن، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټي، الله محمد غضنفر، نور احمد، بلال سمیع، فضل الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک په ګډون ۱۹ کسیزه لوبډله ځانګړې شوې ده.

نور خبرونه

رادیو