د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سیمه ییزو ګواښونو په اړه د خبرو اترو په موخه پاکستان ته تللی

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۴

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د خپلو سیمه ییزو سفرونو پر دوام د دوشنبې په ورځ د یو رسمي سفر په لړ کې اسلام اباد ته رسیدلی.
نوموړي پاکستان ته په رسېدو سره ویلي، چې د دغه هیواد له چارواکو سره به د سیمې د ګواښونو او د ترینګلتیاوو د کمېدو په اړه خبرې اترې وکړي.

عراقچي وویل: «زمونږ اړیکې له پاکستان سره تل د وروګلوي او دوستانه دي او په دې سفر کې هڅه کېږي، چې دوه اړخیز او هر اړخیزې مناسبات و ارزول شي.»
نوموړي ټينګار کړی، چې له پاکستاني چارواکو سره به د سیمه ییزو ناورینونو په ځانګړې توګه د اسراییل د ګواښونو او له دغه ګواښونو سره د مقابلې او د کمېدو د څرنګوالي په اړه مذاکره وکړي.
اخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې عباس عراقچي به د سې شنبه په ورځ د دغه هېواد له لومړي وزیر شهباز شریف، د لومړي وزیر له مرستیال اسحاق دار او د بهرنیو چارو له وزیر سره لیده کاته او خبرې اترې وکړي.
اېرنا خبري اژانس هم راپور ورکړی، چې عراقچي به په دغه سفر کې د پاکستان له لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر سره هم وګوري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي، چې په دې وروستیو کې په سیستان او بلوچستان کې د جیش العدل ډلې بریدونه زیات شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د لړم په پنځمه د یادې ډلې په بریدونو کې د ایران لس پوځیان هم وژل شوي دي.
ایراني چارواکو تل ادعا کړې ده، چې جیش العدل د پاکستان له خاورې عملیات کوي.
د روان میلادي کال په لومړیو کې ایران په یوه بې ساري اقدام کې د پاکستان په خاوره کې ځیني هدفونه په نښه کړل.
د ایران دغه اقدام د اسلام اباد جدي غبرګون له ځانه سره درلود او پاکستاني چارواکو د دې بریدونو په ځواب کې د سیستان او بلوچستان ځیني برخې په نښه کړې.

نور خبرونه

رادیو