طالبانو په کونړ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د شپږو ولسوالیو ارزونه کړې ده

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۴

د طالبانو سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، چې د دغې ډلې یوه پلاوي په کونړ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د شپږو ولسوالیو ارزونه کړې.

طالبانو د ملا هبت‌الله له سپارښتنې وروسته پر ډیورنډ کرښه پرتو ولایتونو ته سفرونه پیل کړي خو هدف یې څرګند نه دی.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت نن دوشنبه د (لړم ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې د قبایلو چارو وزارت د سرحدونو د پلټنې ادارې مشر غلام صدیق سباوون د یوه پلاوي په مشرۍ په کونړ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د شپږو ولسوالیو ارزونه کړې ده.

دوه میاشتې وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اړوند ادارو ته سپارښتنه کړې وه چې د افغانستان پر سرحدونو پرتو ولایتونو او ډیورنډ کرښې په اوږدو کې دې ولسونو ته په بیلابیلو برخو کې لومړنۍ اسانتیاوې او خدمتونه وړاندې کړي خو لا هم نه ده څرګنده چې طالبان په دغې ارزونه کې نور کوم هدفونه څاري.

تر دې مخکې هم د طالبانو دغه پلاوي د پکتیکا، لوګر، خوست او بدخشان ولایتونو سرحدي پولې او د ډیورنډ فرضي کرښې څارنه او ارزونه کړې وه چې تازه یې د کونړ د ناړۍ، شیګل، دانګام، مرورې، سرګاڼو او خاص کونړ ولسوالیو په اوږدو کې له ډیورنډ فرضي کرښې (۱۵۹.۷۷۹) کیلومتره سیمې لیدنه کړې.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د تېرو څه باندې درېیو کلونو په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ څو ځله پر ډیورنډ کرښه نښتې شوې چې ځینې ورته د شک په سترګه ګوري او وايي داسې نښتې د پام اړولو په نیت نمایشي جګړې دي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د ټي ټي پي تر ټولو ډېر جنګیالي د کونړ ولایت ډیورنډ کرښې ته څیرمه په ولسوالیو کې مېشت دي او له هغه ځایه د پښتونخوا باجوړ ته اوړي او بیا پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

نور خبرونه

رادیو