د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتو کې ۶ وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۴

د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې په دوو جلا نښتو کې شپږ پاکستاني وسله وال هغه وخت ووژل شول، چې په پټه له افغانستانه دې هېواد ته ننوتل.

د بیانیې له مخې، د یوې نښتې په پایله کې د پاکستاني طالبانو یو قومندان په شمالي وزیرستان کې وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ همداراز زیاته کړې ده، چې په دویمه نښته کې بیا د ټي ټي پي ۵ غړي وژل شوي او درې نور یې ټپيان شوي دي.
د پاکستان پوځ په خپله بیانیه کې ویلي: «پاکستان په تکرار ډول د افغانستان له حکومته غوښتي چې خپل سرحدونه په سمه توګه مدیریت کړي.»
په بیانیه کې راغلي، چې طالبان باید د افغانستان له خاورې څخه د پاکستاني ملیشو د استفاده مخه ونیسي.
طالبانو بیا په وار - وار سره د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو د استفادې ادعاوې رد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل وروستي راپور کې اعلان وکړ، چې د القاعدې، افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ همکاري زیاته شوې ده.
د امنیت شورا ویلي، چې یادې ډلې په افغانستان کې ګډ روزنیز کمپونه لري او د پاکستان د تحریک جهاد تر چتر لاندې فعالیت کوي.

نور خبرونه

رادیو