د طالبانو عامې روغتیا وزارت وياند شرافت زمان په یوه ويډیو کې ويلي، چې په شري ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زيات شوی او يوازې له دوی سره د ثبت شويو ناروغانو شمېر شپږ زرو ته رسېدلی.
په دغې ناروغۍ د اخته کسانو ډیره برخه هغه ماشومان وي چې د شري واکسین یې نه وي کړی.
د طالبانو عامې روغتیا وزارت وياند شرافت زمان په یوه ويډیويي کليپ کې تېره ورځ یکشنبه د (لړم ۱۳مه) ناوخته ويلي، چې په شري ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زيات شوی او يوازې له دوی سره د ثبتو شويو ناروغانو شمېر شپږ زرو ته رسېدلی چې له پخوا ډیر دی.
شرافت زمان وايي، په پام کې لري چې د دغې وایروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د واکسین کمپاین پیل کړي.
د طالبانو مشر ملا هبتالله تر دې وړاندې د پولیو پر واکسین بندیز لګولی و او اندېښنې دا دي چې د پولیو وایرس هم په کلیو او بانډو کې تر پخوا ډیر شي.
شری یا سرخکان هغه وایروسي ناروغي ده چې ډیری پرې اخته کسان ماشومان دي او پر واکسين د بنديز له امله يې شمېر په ډیرېدو دی.
د افغانستان په کلیو او بانډو کې د ناسمو تبلیغاتو او ورسره د طالبانو د سخت دریځۍ له امله ډیری خلک د ناروغیو په وړاندې خپل ماشومان نه واکسین کوي او واکسین یوه بهرنۍ دسیسه بولي خو دغه کار په ماشومانو کې بیلابیلې وایروسي ناروغۍ چې له یو څخه بل ته ژر لېږدي ډیرې کړې دي.
د روغتیا د برخې کارپوهان وايي، چې په شري د اخته کسانو شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي ځکه چې د دوی په خبره په کلیو او بانډو ډیری خلک خپل ماشومان روغتیايي مرکزونو ته نه ور وړي.
خو د طالبانو روغتیا وزارت وايي، په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکي کې د شري واکسين ملي کمپاين پيل کړي او هڅه یې دا ده چې دغه ناروغي تر یوه بریده راکمه کړي.