۵۵کلنه ګل بي بي، چې د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ د طالبانو له خوا وهل شوې وه په روغتون کې سا ورکړه.
له تخار ولايت څخه سرچينې وايي، چې د طالبانو امنيه قوماندانۍ کسانو دوه ورځې وړاندې د ځمکې پر سر په يوه شخړه کې دغه او يو شمېر نورې ښځې «سختې وهلې» وې.
سیمه ییزو سرچینو د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۳ مه) نېټه د پیښې انځورونه او جزئیات افغانستان انټرنشنل ته لیږلي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، وژل شوې مېرمن او يو شمېر نورې ښځې دوه ورځې مخکې د طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان له خوا په درقد ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله وهل شوې وې.
سرچينې زياته کړې، چې د درقد ولسوالۍ امنيه قوماندان د طالبانو له خوا د «يو غاصب او زورواکي» په همکارۍ غوښتل، چې د يادو مېرمنو اړوندې کروندې له منځه یوسي خو مېرمنو د طالبانو او د هغوى د ملګرو د پرېکړې پر وړاندې مقاومت وکړ.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغو ځمکو پر سر له کلونو راهيسې لانجه روانه ده.
سرچينې زياته کړه چې کله ښځو د کروندو د ورانولو مخنیوی وکړ، د طالبانو د ولسوالۍ د مرستيال او امنيه قوماندان په ګډون ګڼ طالبان ماښام خواته ځمکې ته داخل شول څو ښځې له ځمکې وباسي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په درقد کې د طالبانو امنیه قوماندان عمر فاروق وروسته له هغې ښځې ووهلې، چې د ځمکې د پریښودو په خاطر يې د دوی غوښتني ونه منلې.
سرچينې زياته کړې، چې په دې شخړه کې يوه مېرمن بي بي ګل د نورو مېرمنو په پرتله ډېره وهل شوې او روغتون ته وړل شوې وه.
سرچينې زياته کړې، چې دغه مېرمن له تالقان څخه د کندوز روغتون ته لېږدول شوې وه او د تېرې شنبې په شپه د لړم پر ١٢مه، له ٢٤ ساعتونو کوما وروسته مړه شوه.
سرچينې وايي، چې د ګل بي بي کورنۍ او خپلوانو د هغې جسد د يکشنبې په ورځ درقد ولسوالۍ ته يووړ او خاورو ته يې وسپارله.
په ورته وخت کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د جنازې انځورونه استولي دي.
په رسیدلو انځورنو کې معلوميږي، چې ښځه د روغتون پر بستر پرته ده او د اکسیجن ماشین ورته تړلی دی.
په انځورونو کې د ښځې د بدن هغه برخې هم ښودل شوې، چې د وهلو ټکولو له امله ژوبلې شوې وې.
د دغې ښځې د طبي اسنادو انځورونه، چې د کندز د حوزوي روغتون اړوند دي، د افغانستان انټرنشنل ادارې ته هم ورکړل شوي دي.
په دغو ویډیوګانو کې یوه ښځه د ګل بي بي د جسد تر څنګ ولاړه ده او د طالبانو د امنیه قوماندان له خوا د ښځو د وهلو ټکولو د صحنې لپاره ځان د «عیني شاهد» په توګه معرفي کوي.
سرچينې زياته کړې، چې له دې پېښې او د يوې مېرمنې تر وژل کېدو وروسته د تخار ولسوالۍ اوسېدونکو لاريون وکړ او طالبانو د لاريون تیت کولو لپاره خپل ځواکونه سمبال کړل.
د طالبانو رسمي سرچینو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.