د طالبانو کرنې وزارت مرستیال: که نړۍ د فقر کمول غواړي، افغانستان دې غوره کړي

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۳

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني چین ته د خپل سفر پر مهال ویلي: «که نړۍ غواړي فقر راکم کړي، نو افغانستان دې غوره کړي.»

ښاغلي عثماني په چین کې د بې وزلۍ د کمولو په کنفرانس کې له نړۍوالو ادارو وغوښتل چې له افغان بزګرانو سره مرسته وکړي.

هغه د افغان بزګرانو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغانستان اوس د کرنې، صنعت او سوداګرۍ لپاره یو خوندي ځای دی.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ويلي و، چې د افغانستان ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ۱۲.۴ سلنه یې د خوړو له خوندیتوب څخه بې برخې دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام یا (ډبلیو‌ اېف‌ پي) هم په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې له ۲۷ میلیونو زیات وګړي په کافي اندازه خواړه نه‌ لري.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون د (لړم ۱۲مه نېټه)ویلي چې صدراعظم عثماني په دې غونډه کې ادعا وکړه چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کرکيله صفر ته راښکته شوې ده.

د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال شوې، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وخت په وخت د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د نشه يي توکو د نیولو خبرونه ورکړي.

د دې ترڅنګ د سیمې یو شمېر هېوادونو په تېرو درېیو کلونو کې څو ځلې د افغانستان د نشه يي توکو د نیولو خبر ورکړی دی.

طالبانو په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې د کوکنارو په کښت او تولید، مصرف، پېر او پلور بندیز ولګاوه. خو نړۍوال بنسټونه وايي، چې له افغانستان څخه د صنعتي نشه يي توکو توليد او قاچاق روان دی.

نور خبرونه

رادیو