یونېسف: یوه میاشت کې مو د افغانستان له ۲۴۰۰ روغتیايي مرکزونو سره همکاري کړې ده

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۳

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، د دغه صندوق تر چتر لاندې په افغانستان کې ۶،۱ میلیون وګړي اړینو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري.

دغه سازمان وايي، یوه میاشت کې یې د افغانستان له ۲۴۰۰ روغتیايي مرکزونو سره همکاري کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) د یکشنبې په ورځ د (لړم ۱۳مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په نومبر میاشتې کې یې د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې له ۲۴۰۰ روغتیايي مرکزونو ملاتړ ته دوام ورکړی.

دغه اداره وايي: «اوس کورنۍ پوهیږي، چې د یونېسف له ملاتړه په برخمنو روغتیايي مرکزونو کې د اړتیا وړ درمل او باوري روزل شوي روغتیايي کارکونکي مومي.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق همدارنګه زیاته کړې، چې د دغې ادارې په ملاتړ په افغانستان کې ۶،۱ میلیون کسان اړینو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري.

دغه سازمان په افغانستان کې د زده کړو، پاکو اوبو، روغتیا او خوړو په برخه کې له افغانانو سره مرستې کوي.

یادې ادارې په خپلو ورستیو راپورونو کې په افغانستان کې د ماشومانو د زده‌کړو او خوارځواکۍ په برخو کې له ملاتړ کوونکو هېوادونو څخه د مرستې غوښتنې هم وکړې.

نور خبرونه

رادیو