طالبانو چې درې ورځې مخکې په خوست ولایت کې د «غرغښت» سیمه ییزه راډیو بنده کړې وه، بېرته یې خپل فعالیتونه پیل کړ.
د افغانستان د خبرنګارانو مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو یاده راډیو د خپرونو په زګنالونو کې د موسیقۍ د شتون له امله تړې وه.
یاد مرکز د «غرغښت» راډیو تړل کېدل د ازادو رسنیو د حقونو ښکاره نقض بولي او زیاتوي، چې دا راډیو نن مازدیګر له پنځو بجو وروسته د واکمنې ادارې د رسنیو د پالیسۍ د مراعات کولو په تعهد سره بیرته فعاله شوې ده.
د افغانستان د خبرنګارانو مرکز وایي، چې د «غرغښت» راډیو د لړم په ۱۰مه نېټه د طالبانو د امربالمعروف په امر تړل شوې وه.
دغه مرکز د یو سیمه ییز خبریال له قوله لیکلي، چې د لړم په ۵مه په خوست ولایت کې د طالبانو د استخباراتو، امربالمعروف، اطلاعاتو او کلتور او د امنیه قومندانۍ د استازو په ګډون یوه ناسته ترسره شوې وه، چې په ترڅ کې یې رسنیو ته خبرداری ورکړل شوی و، څو موسیقي او ان د خپرونو زګنالونو کې د خفیفې موسیقۍ له کارولو او خپرولو څخه ډډه وکړي.
د افغانستان د خبرنګارانو مرکز بیا د یوې بلې سرچینې له قوله لیکلي، چې د «غرغښت» راډیو له تړل کېدو وروسته د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کې د سیمه ییزو رسنیو د استازو په شتون کې یوه بله غونډه وشوه، چې په دې غونډه کې طالبانو خبرداری ورکړ: «که چیرې رسنۍ تر دې وروسته د موسیقۍ د خپرولو د منع کېدو له دستور څخه سرغړونه وکړي، له هغوی سره به داسې چلند وشي، چې تر اوسه هېچا لیدلی نه وي.»
دغه مرکز پر رسنیو د طالبانو له خوا د محدودیتونو پر زیاتېدو اندېښنه څرګندوي او له دې ډلې غواړي، چې رسنیو ته د ټولنیزو رسنیو د قانون پر بنسټ د فعالیت اجازه ورکړي.
که څه هم په تېرو دوو لسیزو کې د بیان ازادي د تېرو حکومتونو له لویو لاسته راوړنو څخه بلل کېده، خو بیا هم افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې و، چې د خبریالانو لپاره ډېر خطرناک او نا امنه بلل کیده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز بیا تېره ورځ د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو د مجازاتو څخه معافیت ته د پای ټکي اېښودلو نړۍوالې ورځې په مناسبت خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې له ۱۲۰ څخه ډېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکو وژل شوي دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې پر رسنیو بندیزونه او محدودیتونه زیات کړي او د خبرپالانو او د رسنیو پروړاندې د امربالمعروف وزارت چارواکي نامناسب او ان له تاوتریخوالي ډک چلند کوي.
په ورته وخت کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت هڅه کوي، چې په ټول افغانستان کې د ساکښو موجوداتو د انځورونو پر خپرېدو خپل بندیز عملي کړي.
سره له دې چې د رسنیو ملاتړو ادارو په وار - وار له طالبانو غوښتي، څو د بیان د ازادۍ او د رسنیو د فعالیتونو پروړاندې خپل بندیزونه لرې کړي، خو دغه ډله ټينګار کوي چې خپلې ټولې چارې د شریعت پر اساس مخ ته وړي.