طالبان: له دوو ګاونډیو هېوادونو تر ۲۰۰ ډېرې کورنۍ راستنې شوې

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۲

‏د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له پاکستان او ایرانه ۲۲۲ کورنۍ بېرته افغانستان ته راستنې شوې.

دغه اژانس په اېکس پاڼه لیکلي دي، چې د دغو راستنو شویو کورنیو له ډلې ۳۰ یې د تورخم، ۱۶ یې د کندهار د سپین بولدک، ۷۳ یې د نيمروز د ورېښمو پله او ۱۰۳ یې د هرات د اسلام کلا له لارو افغانستان ته راستنې شوې دي.
دغه اژانس زیاته کړې ده، چې له دغو راستنو شویو کورنیو له ډلې ۷۵ یې بېرته خپلو سيمو ته لېږدول شوې او سلګونو نورو کورنيو ته یې مرستې وېشلې دي.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې افغانستان ته شپږ لکه او ۴۰ زره کډوال راستانه شوي.
د دغه وزارت په وینا، له دغې ډلې شاوخوا ۸۰ زره افغانان له پاکستانه، ۱۰ زره له ترکیې او پنځه لکه او ۵۰ زره کډوال له ایرانه په زور او خپله خوښه راستانه شوي دي.
دا رنګه په پاکستان کې د کډوالو چارو وزارت بیا وایي، چې د اګسټ میاشتې له ۱۷مې د سپتمبر میاشتې تر ۹ مې نېټې پورې ۲۱ زره او ۱۹۳ افغانان یې بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو