د افغانستان لپاره د امریکا سفارت «د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو» د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې افغان خبریالان له ګواښونو، تاوتریخوالي او تهدید سره مخ دي.
دغه سفارت د دغو تاوتریخوالي په وړاندې د خبریالانو د خوندیتوب او ساتنې غوښتنه وکړه.
د نومبر دویمه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د ختمولو نړیواله ورځ ده.
تر دې مخکې د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی و، چې طالبانو له ۱۴۰۰ راهیسې لږ تر لږه ۲۲۰ خبریالان نیولي دي.
دغه مرکز همدارنګه زیاته کړې، چې په دې موده کې یې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو له حقونو څخه د سرغړونې ۴۴۷ پېښې یې ثبت کړې دي.
د امریکا سفارت د شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې له افغان خبریالانو سره خپل ملاتړ اعلانوي، چې د حقایقو په لټه کې له ګواښونو، تاوتریخوالي او وېرې سره مخ دي.
دغه سفارت ازادې رسنۍ د یوې عادلانه ټولنې بنسټ بولي او زیاتوي: «موږ باید د هغو کسانو ساتنه وکړو، چې د حقایقو د څرګندولو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي.»
طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې په پراخه کچه د رسنیو او خبریالانو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې ګواښونه، خپلسري نیول، د افغان خبریالانو شکنجه او په ځینو مواردو کې د هغوی د مرموز وژنې پېښې زیاتي شوي دي.
د دې تر څنګ طالبانو په دې وروستیو کې د امربالمعروف د قانون په چوکاټ کې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د «روح لرونکو» انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی او د دولتي او خصوصي تلویزیونونو خپرونې یې بندې کړې دي.