له کابل ښار رسېدلي رپوټونه او افغانستان انټرنشنل ته استول شوي پیغامونه ښيي، چې د دغه ولایت پغمان کې د ګاز د تولید یو شرکت کې اور لګېدلی دی.
د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند هم تاییدوي، چې د پغمان په قلعه حیدر سیمه کې د ګاز تولیدي شرکت کې اور لګېدلی دی.
خالد ځدراڼ په خپل اېکس کېزیاتوي چې د اور مړولو لپاره د اور وژنې ادارې عمله رسېدلې ده.
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیوګانې ښيي چې اور لا هم روان دی او شاوخوا سیمه یې لوګي پر سر اخیستې ده.
دې اور پسې د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي، چې ښايي د ګاز ډبو د چاودنو له امله وي.