طالبانو د خوست شیخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی د عملي کار مخه نیولې

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۲

د خوست شیخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي ځینو محصلینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د دوی د انځور او ویډیو پر اخیستو بندېز لګولی دی.
د ژورنالیزم پوهنځي محصلين وايي چې دا یې په اخري سمیسټر کې د انځور او ویډیو د عملي کار برخه ده.

په خوست کې د شیخ زاید پوهنتون ځینو محصلینو نن شنبې «د لړمه۱۲مه» وویل چې د پوهنتون مسوولانو ورته ویلي چې له دې وروسته په پوهنتون کې انځور او یا هم ویډیو نه شي اخیستی.

دوی همد دراز زیاتوي چې د شېخ زاید پوهنتون کې د ځیني استادانو تر منځ د انځور یا ویډیو پر اخیستو نظر اختلاف موجود دی.

د دوی په وینا ځیني استادانو ورته کورنی کار ور کړی ورکړی، چې د انځور او یا هم د ویډیو په برخه کې عملي کار وکړي.

تر اوسه د دې تازه محدودیتونو په اړه د خوست شېخ پوهنتون ادارې په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د شېخ زاید د ژورنالیزم ځینې محصلینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دوی اړ دي، په اخري سمیسټر کې د انځور او ویډيو په برخه کې عملي کار وکړي.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر خوست ته په سفر کې په شېخ زاید پوهنتون کې د یوې غونډې پرمهال خبریالان له ویډیو او انځور اخیستو منع کړل.

د خوست شیخ زاید پوهنتون مسوولانو هم خبریالانو ته ویلي وو« د ندا محمد ندیم د وینا یوازې غږ ثبتولی شئ.»

له دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویلي و، چې د نوي قانون له مخې په ټولو رسنیو کې د ساکښو موجوداتو د تصویرونو پر خپرولو بندیز لګوي.

د یاد وزارت چارواکي وايي، دغه قانون به په تدریجي ډول په ټول هېواد کې پلی شي.

نور خبرونه

رادیو