سرچینې: د کندهار ښار د اتمې حوزې په شاوخوا کې چاودنه شوې

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۲

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د کندهار ښار د اتمې حوزې په شاوخوا سیمه کې د طالبانو د تالاشۍ په یوې پوستې د ماین چاودنه شوې.
د سرچینې په خبره، دا چاودنه نن شپه د افغانستان پر وخت د شپې درې بجې شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې دا چاودنه د کندهار لوېدیځ خوا ته د اتمې حوزې اړوند میرویس مېنه کې شوې ده.
د پېښې د تلفاتو په اړه تراوسه معلومات نه شته.
سرچینې همداراز افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د تالاشۍ د یادې پوستې جنګیالیو هره شپه په دې سیمه کې د خلکو بدني او موټرو تالاشي کوله او دغه راز به په ګزمو هم بوخت وو.
د سیمې یوه اوسېدونکي هم ویلي، چې د چاودنې غږ یې اورېدلی او د دوی له کور څخه د چاودنې ځای هم ښکاري، خو د طالبانو له وېرې د پېښې د ځای انځور اخیستی نه شي.
دغه چاودنه په داسې حال کې کېږي، چې د ازادۍ او مقاومت جبهې وخت نا وخته د طالبانو په امنیتي پوستو او غړو بریدونه کوي.
که څه هم طالبانو هېڅکله د دغو چاودنو په اړه څه نه دي ورکړی او نه هم په هېواد دننه رسنیو ته د ورته پېښو د پوښښ اجازه ورکوي، خو یادو جبهو تل د اعلامیو په خپرولو سره پر طالب جنګالیو د بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی او ادعا کوي، چې د یادې ډلې لسګونو غړو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

نور خبرونه

رادیو