طالبانو په خوست کې د «غرغښت» په نامه سیمه ایزه راډيو تړلې ده

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۱

په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د غرغښت په نامه یوه سیمه ایزه راډیو تړلې ده.

سرچینې وايي، چې طالبانو دغه راډيو د خپرونو په زګنالونو کې د موسیقۍ د شتون له امله تړې ده.

په خوست کې ځايي سرچینو نن جعمه (د لړم۱۱مه) ویلي، چې طالبانو تېره ورځ ماسپښین درې بجې د غرغښت سیمه ایزې راډیو نشرات قطع کړي او د دروازه یې ورته مهرلاک کړې ده.

د ترلاسه شو معلوماتو پربنسټ په خوست کې د طالبانو د امربالمعروف، استخبارات او اطلاعاتو فرهنګ ریاستونو غړو په حضور کې دغه راډیو تړل شوې ده.

د غرغښت راډيو او د رسنیو نورو سیمه ایزو بنسټونو تر اوسه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی او نه هم طالبانو څه ویلي دي.

په خوست کې ځینو ځايي خبریالانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نن د جعمې ورځ «د لړم۱۱مه» د طالبانو د خوست په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د ځايي رسنیو له استازو سره غونډه کړې ده.

په دې ناسته کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنک او امربالمعروف ریاستونو مسوولاتو د رسنیو استازو ته خبرداری ورکړی چې د امربالمعروف د قانونو د پلي کېدو او په راډيوګانو کې موسیقۍ غږول په مکمل ډول بند دي.

ځینو خبریالانو چې په دې ناسته کې یې کډون کړی وو، وايي، چې طالبانو ورته جدي ګواښ کړی چې په رسنیو کې د هر ډول موسیقۍ غږول بند دي او که دوی هم موسیقي خپره کړي د غرغښت راډيو له سرنوشت سره به مخ شي.

طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو سره سم د عامو خلکو ترڅنګ په رسنیو پراخ بندیزونه لګولي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت هڅه کوي، چې په ټول افغانستان کې د ساکښو موجوداتو د انځورونو پر خپرېدو خپل بندیز عملي کړي.

د رسنیو ملاتړو بنسټونو د طالبانو دا کار، په ټول هېواد کې د انځوریزو رسنیو د بندېدو په مانا بولي.

دا مهال په خوست کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر ملي راډيو او تلويزيون سربېره ١٥ خصوصي راډيوګانې او درې خصوصي ټلويزيونونه فعاليت کوي.

نور خبرونه

رادیو