مولانا فضل الرحمان: پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره اغېزمنه تګلاره نه لري

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۰

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي، پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره اغېزمنه تګلاره نه لري.
هغه تېره ورځ په ډېره اسماعیل خان کې د یوې غونډې پر مهال یو ځلې بیا د پاکستان پر حکومت نیوکې کړې دي.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان تېره ورځ چهارشنبه د (لړم نهمه) په خپل پلرني ټاټوبي ډېره اسماعیل خان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ويلي، چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره اغېزمنه تګلاره نه لري.

هغه وايي، هغه مهال پاکستان امن او ټیکاو راځي چې هره اداره خپل مسوولیت وپېژني او د نورو په چارو کې کار ونه لري.

د پاکستان حکومت د مولانا فضل الرحمان خبرو ته لا غبرګون نه دی ښودلی.
مولانا وايي، له څو کلونو راهیسې د پاکستان ولس له جګړې او بې امنۍ سره مخ دی خو په خبره یې چې پر حکومت یا پوځ نیوکې وکړې هغوی یې دوښمني ګڼي.

هغه وايي، د دې پر ځای چې د پاکستان امنیتي ادارې ترهګر وځپي، دوی دغه ترهګر د د ولس د ځپلو لپاره کاروي.
پاکستان دا مهال په سیاسي، امنیتي او اقتصادي بد وضعیت کې له ترهګرۍ سره لاس او ګریوان دی او حکومت یې په کور دننه د سیاسي ګوندونو له بې شمېره فشارونو سره مخ دی.
مولانا فضل الرحمان وايي، چې د پاکستان سوداګر او خلک د درنو مالیو په ورکولو سره هم په دغه هیواد کې امنیتي او اقتصادي خوندیتوب نه لري او ورځ تر بلې له پاکستانه په تېښته دي.
هغه وايي، په پاکستان کې د عامو وګړو امنیت لا خوندي نه دی خو وايي حکومت ورته یوازې ژمنې ورکوي چې دغه ستونزې به په نن سبا کې حل شي، خو مولانا وايي هسې هوايي ژمنې د خلکو درد نه شي دوا کولی.
مولانا فضل الرحمان داسې مهال د پاکستان پر پوځ او حکومت نیوکې کړي چې تېره ورځ د خیبرپښتونخوا بنو په بکاخیلو د پاکستاني پوځ په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ولسي خلکو ته د سر او مال زیانونه اوښتي دي.
ویل کیږي، د پاکستان پوځ د ولسي خلکو پر کورونو توغندي ویشتي او تر نهو پورې ولسي کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

نور خبرونه

رادیو