ځايي سرچينې وايي، چې په دايکنډي کې د طالبانو استخباراتو د درېيم ځل لپاره د ښځو د حقونو د فعالې ورور عارف عارفي د طالبانو پر ضد د هغې د خور د اعتراضي فعاليتونو له امله نيولى دى. عارفي د صفیه عارفي ورور دی، چې د ښځو د یو غورځنګ مشره ده.
د عارف عارفي خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو استخباراتو هغه د سې شنبې په ورځ (د لړم ۸مه) د دایکنډي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې نیولی دی. د دوی په وینا، طالبانو هغه په زندان کې "شکنجه" کړی هم دی.
د عارفي خپلوانو ویلي، دا درېیم ځل دی، چې طالبانو هغه د خور د فعالیتونو د دوام له امله نیولی دی. د سرچینو په وینا، طالبانو نوموړی مخکې د ۲۰۲۳کال په ډسمبر او بیا د ۲۰۲۴کال په جنورۍ کې نیولی و.
د عارف عارفي خپلوان وايي، چې طالبانو له هغه تعهد اخیستی و چې د خپلې خور د فعالیتونو مخه به نیسي.
صفیه عارفي د "د ښځو غورځنګ، د هیلې کړکۍ" په نوم د ښځو د یو غورځنګ مشره ده. دغه ښځینه فعاله له افغانستانه بهر ژوند کوي او د هغې په مشرۍ د ښځو غورځنګ څو ځلې د ښځو پر وړاندې د دغې ډلې د تګلارو او محدودیتونو پر ضد اعتراضونه کړي دي.
د عارفي خپلوانو ویلي، چې هغه یو ټولنیز فعال هم دی او دا مهال د طالبانو په زندان کې تر "شکنجې" لاندې دی.
طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.