له الوتکې د کوزېدو پرمهال د پاکستان د ولسمشر پښه ماته شوې

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۰

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په دوبۍ کې د چارشنبې پر شپه له الوتکې د کوزېدو پر مهال غورځېدلی او پښه یې ماته شوې ده.

د پاکستان د ولسمشر دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې زرداري له غورځېدو سملاسي وروسته روغتون ته لېږدول شوی او له معاینې وروسته یې ډاکټرانو پښه ګچ کړې ده.
خبرپاڼه وايي چې « د زرداري پښه به تر څلورو اونیو په ګچ کې وي».
ډاکټرانو نوموړی له روغتون نه رخصت کړی او د ارام سپارښتنه یې ورته کړې ده.
د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي، چې ۶۹ کلن زرداري په دې وروستیو کلونو کې له ګڼو روغتيايي ستونزو کړیږي.
د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې زرداري د سترګې عملیات وکړ او په ۲۰۲۲ کال کې د سینې د عفونت له امله یوه اونۍ په روغتون کې پروت و.

نور خبرونه

رادیو