اسلام اباد کې د چین سفیر وایي، چې بیجنګ تمه لري پاکستان پر چینایي وګړو د بریدګرو خلاف بیړني ګامونه واخلي، ځکه د نوموړي په وینا، دا ډول پېښې چین ته د منلو نه دي.
د ژیانګ زدونګ په خبره، په دې سبب له ترهګرۍ سره مبارزه د بیجینګ او اسلام اباد ګډو همکاریو ته اړتیا لري.
په پاکستان کې پر چینایي وګړو او انجنیرانو هدفي بریدونو چین دې ته هڅولی چې له ترهګرۍ سره مبارزه او د خپلو وګړو د امنیت خوندیتوب لپاره له پاکستان سره د ترهګرۍ ضد ګډو همکاریو اډانې ته داخل شي.
په اسلام اباد کې د چین سفیر ژیانګ زدونګ په "چین په ۷۵ کال کې: د پرمختګ، بدلون او مشرتابه مزل" نړیواله غونډه کې چې د چین او پاکستان انسټیټیوټ په نوښت جوړ شوې وه، وویل چې له ترهګرۍ سره مبارزه ګډو همکاریو ته اړتیا لري.
زدونک وویل" موږ کولای شو پر دې ننګونو په ګډه برلاسي شو او دا ډاډ ترلاسه کړو چې د ترهګریزو پېښو عاملان او په پېښو کې ښکیل کسان د عدالت منګولو ته سپارل کیږي".
هغه په دې اړه د چین د دریځ روښانولو کې وویل، بیجنګ تمه لري پاکستان پر چینایي وګړو د بریدکوونو خلاف بیړني ګامونه واخلي، ځکه د نوموړي په وینا، دا ډول پېښې چین ته د منلو وړ نه دي.
دا په کراچۍ کې پر چینایي انجنیرانو د بلوڅ بېلتون پالو له برید وروسته له پاکستان نه د چین جدي او پرېکنده غوښتنه ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له دې غوښتنې سملاسي وروسته وویل چې اسلام اباد د چینایي وګړو د امنیت ساتنې ته ژمن دی. ډار زیاته کړه چې ډېر زر به د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري په ملتیا د بیجنګ په سفر کې پر دې مساله او د بریدونو له عاملانو سره د چلند په تړاو له چینایي لوري سره وغږیږي.
د پاکستان جیو نیوز وایي، اسحاق ډار د یی ایس یی د پخواني رییس ډګرجنرال فیض حمید له نوم اخستنې پرته وویل، چې "یو څوک کابل ته لاړ، د چایو پیالې له تصویر سره بېرته راغی او د پخلاینې په نوم یې ۱۰۲ سخت دریځي مجرمان خوشي کړل".
ډار دغه راز د مسوولیت ګوته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د جنګیالیو حضور ته ونیوله او ویې ویل چې له افغانستان سره کرښه ناامنه ده، چې له امله یې له ۳۵ زرو څخه تر ۴۵ زرو پورې طالبان پاکستان ته ننونلي.
هغه وويل چې "چينايان اندېښمن دي او موږ بايد خپلې تېروتنې ومنو خو څوک چې په دا ډول کړنو کې ښکیل دي، هغوی ته به سزا څوک ور کوي".
پاکستان په دې وروستیو کې د چینایي پروژو او وګړو د خوندیتوب په برخه کې د چین تر شدید فشار لاندې دی او داسې اټکل کیږي چې د دغو فشارونو په پایله کې ښایي په قبایلي سیمو او بلوچستان کې پر وقفه یی عملیاتو لاس پورې کړي، خو د دې عملیاتو پر وړاندې لا دمخه په خیبر پښتونخوا کې پښتون ژغورنې غورځنګ، پښتون قومي جرګې او د سیمې ولسونو د مخالفت غږ پورته کړی.