په کندهار کې د طالبانو د هنر او فرهنګ امر وایي، په احمدشاه بابا هوایي ډګر کې يې بهر ته د ۱۲۶ ډوله تاريخي اثارو د قاچاق مخنيوی کړی.
عبدالشکور څپاند وايي، په نيول شویو اثارو کې لرغونې سیکې او یو تبر شامل دي.
د طالبانو د هنر او فرهنګ امر عبدالشکور څپاند د چهارشنبې په ورځ رسنيو ته ویلي، یو شمېر کورنیو او بهرنيو کسانو غوښتل دغه تاريخي اثار له هېواد بهر انتقال کړي.
نوموړي د نيول شویو کسانو د هویت په اړه جزيات نه دي ورکړي او نه یې هم دا روښانه کړې، چې دغه اثار کوم هېواد ته انتقالېدل.
د څپاند په خبره، چې نیول شوي تاريخي اثار به تر پاک کولو او ثبت وروسته په کندهار موزيم کې نندارې ته کېږدي.
څه موده مخکي هم طالبانو د کندهار په هوایي ډګر کې ۱۱ ډوله تاريخي او هنري اثار د قاچاق پر مهال نيولي وو.
خپله طالبان هم په ځلونو د تاریخي اثارو او ځینو ګران بیه ډبرو په قاچاق تورن شوي دي.