د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د زېمباوې پروړاندې لوبه کوي

AP ۱۴۰۳ لړم ۸

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې د کرېکټ ملي لوبډله به د زېمباوې د ملي لوبډلې پر وړاندې د شل او پنځوس اوریزو سیالیو او د ټېسټ نړۍوالې سیالۍ ترسره کړي.
دغه لوبې د روان کال د لیندۍ په ۱۹مه پیلېږي او د مرغومې تر ۱۷مې به دوام وکړي.

د راپورونو له مخې، د زېمباوې لوبډله د دې لوبو کوربتوب کوي.
ټاکل شوې، چې دواړه لوبډلې به درې شل اوره، درې یو ورځینۍ او دوه ټېسټ نړۍوالې سیالۍ ترسره کړي.
شل اوره لوبې او یو ورځينۍ سیالۍ به د هراري اسپورټس کلپ په لوبغالي او د ټېسټ دوه لوبې به د زېمباوې په بولاوایو کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.
شل اوره لوبې به د لیندۍ په ۱۹مه، ۲۱مه او ۲۲مه او درې یو ورځینۍ سیالۍ به بیا د لیندۍ په ۲۵مه، ۲۷مه او ۲۹مه ترسره شي.
د ټېسټ لوبې به د مرغومې له ۶مې تر ۱۰مې او تر هغه وروسته د مرغومې له ۱۳مې تر ۱۷مې وشي.
د یادولو ده، چې د افغانستان لوبډله د زېمباوې پروړاندې د کرېکټ په درېیو فارمټونو کې ډګر ته وتلې، چې په ډېریو لوبو کې بریالي و.

نور خبرونه

رادیو