طالبانو له یوې ترکۍ کمپنۍ سره د جوزجان ولایت د یتیم تاق د سمینټو د‌ پروژې تړون لاسلیک کړ

AP ۱۴۰۳ لړم ۸

دغه تړون د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت او ۷۷ ترکي شرکت ترمنځ د ۱۶۳ مېلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شو.
طالبان وايي، د یاد تړون موده ۳۰ کلنه ده او په دغه پروژه کې به په مستقیم ډول ۱۲۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره شي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت او د ۷۷ په نوم یوه ترکي شرکت ترمنځ په جوزجان ولایت کې د یتیم تاق د سیمنټو د پروژي تړون د سې شنبې په ورځ د (لړم ۸ مه) لاسلیک شو.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري وايي،‌ دغه تړون د ۳۰ کالو لپاره لاسلیک شو.
د نوموړي په خبره دغه ترکي شرکت به ۱۶۳ میلیونه امریکايي ډالره پانکګونه وکړي.

بدري وايي:« دغه شرکت به د دغې پروژې په چارو کې ۱۲۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابروي. او په ورځنې ډول به ۳۰۰۰ ټنه سیمنټ تولیدوي.»

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر وايي، تردې وړاندې یې د سیمنټو په برخه کې د څه کم ۴۷۶ میلیونو ډالرو په ارزښت جبل سراج، کندهار او هرات د سیمنټو پروژې د یو شمیر کورنیو او بهرنیو هېوادونو سره لاسلیک کړې دي.

په افغانستان کې د ترکیې سفیر جنک او نال چې هم په دغو مراسمو کې یې ګډون کړی وايي، یاده پروژه به د افغانستان او ترکيې ترمنځ ښه اړیکي جوړ کړي.
نوموړي زیاته کړه:«خوښ یو چې ترکي سوداګر په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې ډېره لیوالتیا لري. موږ دا ډول پروژې په ښه ډول تعیقبوو، ځکه دا داسې پروژي دې چې د افغانانو د ژوند په ښه والي کې مهم رول لوبوي. د ۷۷ ترکي شرکت ترڅنګ د نورو ترکيي شرکتونه فعالیتونه به د ترکي پانګوالو لپاره دلته د پانګونې په برخه کې ښه اغېز ولري. تمه لرم چې په راتلونکي کې به په دغه ډول نورو پروژو کې هم برخه واخلو.»

تردې وړاندي ۷۷ ترکي شرکت ته د هلمند د کجکي د بریښنا د دریم ټوربین د نصب او د اوبو د بند د سطحې د لوړوالي پروژه ورکړل شوي وه.

که څه هم چې طالبانو د خپل درې کلنې واکمنۍ په موده کې، د ډبرو سکرو، مس عینک، تېلو اېستلو او سیمنټو ګڼې پروژې بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړي، خو پر دغه ډله تور دی چې د افغانستان د کاني زیرمو په اېستلو کې پراخ فساد کوي.

نور خبرونه

رادیو