په بدخشان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ کسان مړه شوي

۲ ساعتونه مخکې

د بدخشان ولایت د فیض اباد ـ بهارک پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ کسان مړه شوي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند د دې ډلې تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې یو ویډز موټر له سړک څخه له وتلو وروسته د کوکچې سیند ته وغورځېده.

د نوموړي په وینا، موټر تر اوسه هم د سیند په ژورو کې بند پاتې دی او هڅې روانې دي، چې جسدونه له اوبو څخه و اېستل شي.
په بدخشان ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار زیاتوي، چې د پېښې په قربانیانو کې محصلین هم شته.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ هم په یاده سیمه کې یوه ترافیکي پېښه رامنځته شوې وه، چې له امله یې اته کسان سیند ته له غورځېدو وروسته مړه شوي وو.
د راپورونو له مخې د دې پېښې د څلورو مړو جسدونه تر اوسه هم موندل شوي نه دي.
د افغانستان لویو لارو کې تل ورته ترافیکي پېښې رامنځته کېږي او لسګونو کسانو ته په کې مرګژوبله اوړي.
د یادولو ده، چې طالبانو په تېرو دوو ورځو کې د کابل_ننګرهار پر لویه لار او په هرات کې د ترافیکي پېښو له امله د دوو کسانو د مړه کېدو او د ۵۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.
له بل پلوه، د طالبانو د ترافیکو ریاست کابل کې سیمه ییزو رسنیو ته (د وږي په ۲۰مه) ويلي و، چې د روان لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې په ټرافیکي پېښو کې ۱۲ سوه کسان مړه او تر څلورو زرو ډېر ټپیان شوي دي.
د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د ترافیکي نښو نه شتون او د ترافیکي اصولو په پام کې نه نیول د خونړیو ترافیکو پېښو لاملونه بلل کېږي.
څه موده وړاندې د طالبانو د ترافیکو عمومي ریاست ویلي و، چې هرات، غزني او پکتیکا هغه ولایتونه دي، چې سږکال پکې ډېرې ترافیکي پېښې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو