د امریکا د سي ای اې مشر په غزه کې د ۲۸ ورځني اوربند وړاندیز وکړ

AP ۱۴۰۳ لړم ۸

د امریکا سي ای اې مشر په غزه کې د ۲۸ ورځني اوربند وړاندیز کړی دی.
د امریکا د سي ای اې مشر دغه وړاندیز له اسراییلي او قطري چارواکو سره په خبرو کې کړی دی.

د راپورونو له مخې، د حماس له زندانه د ۸ یرغملو د خوشې کېدو په بدل کې د لسګونو فلسطینیانو د خوشې کېدو وړاندیز هم شوی دی.
سربېره پر دې تازه پر غزې د اسراییل په برید کې ۵۳ فلسطينيان وژل شوي دي.
تر دې دمه د غزې په جګړو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۴۴ زرو اوښتی دی، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
تر دې وړاندې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي و، چې دغه هېواد په غزه کې د ۴۸ ساعته اوربند په بدل کې د ۴ یرغمل شویو کسانو د ازادۍ د وړاندیز په اړه ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د نتنیاهو دفتر په یو خپور شوي بیان کې ویلي، که داسې یو وړاندیز شوی وای؛ نو لومړي وزیر سملاسي منلو.
له بل پلوه د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي (د لړم په ۶مه) اعلان وکړ، چې قاهرې په غزه کې ښکېلو خواوو ته د دوه ورځني اوربند په اړه د یوې طرحې وړاندیز کړی دی.

نور خبرونه

رادیو