د خیبر پښتونخوا ایالت د کورمې ولسوالۍ په چارخېل سیمه کې د پاکستان دوه سرحدي سرتېري ( ایف سي) وژل شوي دي.
د کورمې ولسوالۍ پولیس وايي، چې وسله والو کسانو د کوزې کورمې په چارخېلو کې د سړک پر ساتونکو سرتېرو برید کړی چې د ډزو په پایله کې دوه پاکستاني سرحدي ( ایف سي) سرتېري وژل شوي دي.
پاکستاني رسنیو ویلي چې دغه دوه سرتیري توصیف مهمند او کامران د ژور ټپونو له امله روغتون ته پر لاره مړه شوي.
تېره ورځ په همدې سیمه کې ناڅرګندو کسانو له خوراکي توکو پر یوه ډک موټر برید وکړ او ۷۴۰ بوجۍ اوړه او بوره یې له ځانونو سره یووړل.
په کورمه ولسوالۍ کې وخت ناوخته د شیعه او سني ډلو ترمنځ مذهبي شخړې کیږي چې دواړو خواوو ته پکې مرګ ژوبله اوړي او وسله والې ډلې هم له دې شخړو نه په ګټنې په سیمه کې نفوذ کوي.