ګل پاچا الفت صیب وایي چې عقل ګوډ او احساس ړوند دی. د الفت صیب خبره سمه ده. که څوک عقل لري او احساس نه لري، دغه کس ګوډ دی او خپل منزل مقصود یا هدف ته نه شي رسیدلی.
که څوک احساس لري او عقل نه لري، دغه کس ړوند دی. که ړوند له امسا پرته مزل کوي، خامخا یې سر له تیږې یا دیوال سره لګیږي او ځان ژوبلوي. په دې خاطر نه عقل کافي دی او نه احساس. د دواړو تر منځ همزمانه تعادل ساتل پکار دي.
د عقل او احساس د تعادل فرموله هغه وخت رامنځته کیږي چې د عقل په بنیاد احساسات کنترول شي چې اوږدمهاله ګټې زیانمنې نه شي. دلته احساساتو ته نه بلکې د عقل محاسبې ته اړتیا ده. د بېلګې په توګه؛ ایا د ولس د ابادۍ او سوکالۍ لپاره جنګ ښه دی او که د عدم تشدد مبارزه ؟ د جنګ ګټه او تاوان په لنډ او اوږد مهال کې څه ده؟ که جنګ نه وي، ایا د عدم تشدد مبارزه ګټه لري او که نه؟ هدف او هدف ته د رسېدو لپاره به تګلاره او ستراتیژي څه وي؟ او داسې نور. د جنګ او مصلحت په دواړو حالتونو کې اصلي موخه، مشرانو، حکومتونو او مبارزینو ته دا وي چې څنګه د افغانانو ګټې په لنډ او اوږدمهال کې وساتي. همدغه د ګټې او تاوان سنجول، هدف ټاکل او هدف ته تګلاره او پالیسي جوړول او هغه تګلاره او پالیسي عملي کولو ته سیاست یا پولیټیکل ساینس وایي. ساینس ورته ځکه وایي چې د مشرانو او حکومتونو هره پریکړه باید محاسبه شي او که محاسبه غلطه شي نو هره پریکړه د دوی له ګټې نه تاوان زیات لري.
له پیړیو راهیسې، د لر او بر افغانانو مشران د عقل او احساس د توازن د نه ساتلو په ډیلیما یا دوه لار کې واقع دي. دوی لا تر اوسه په دې نه دي بریالي شوي چې څه وخت له مصلحت کار واخلي او څه وخت له جنګ نه. دوی د مصلحت په وخت کې له جنګ نه او د جنګ په وخت کې له مصلحت نه کار اخستی او اخلي.
د احساساتو پای، نتایج څه دي؟
د افغانانو پر هغو مشرانو چې عقل غلبه لري یا لرله، هغوي ته د خپلې ټولنې او ولس کمزورتیا او نیمګړتیاوې معلومې وې او یا ورسره بلد دي. دوی فکر کوي چې هر څه وکړي، د دې ولس په حالت کې تغییر نه راځي ځکه دوی د خپل حالت د تغییر په فکر کې نه دي. ولس د احساساتو پلوي کوي. د هر قاتل او جنایتکار شعارونه ورته ښه ښکاري او د عقل خبرې نه مني. دوی فکر کوي چې که د عقل پر بنسټ هر څومره مبارزه وکړي، دا وړۍ نه شړۍ کیږي. دوی یوازې خپل عقلونه جنګوي او عملي مبارزې ته نه دانګي ځکه په عملي مبارزه کې جګیدل او پرځول، لوړې او ژورې، د بل منت اخستل او اعتراضونه او حتی تر ښکنځلو او بد رد ویلو زغملو پورې د مرګ تر سرحده خطرونه او کړکیچونه شته دي. دا ډول مشران زیات پوه او عاقل مشران دي، مګر عملی مبارزه نه کوي او یوازې ښې مشورې ورکولی شي.
برعکس، کله چې د مشرانو او ولس په منځ کې د عقل په عوض احساساتو غلبه پیدا کړې او یا یې پیدا کوي، د احساس په بنیاد، لښکرې له درو او غرونو نه راولاړې شوې او وریځو سیلابونه جوړ کړي خو دغو سیلابونو هم خپل ځان ته تاوان رسولی او هم یې نورو ته. کله چې اسمان شین او سیلاب وچ شوی، د مرګ او ژوبلې سوړ باد پر دوی لګیدلی، لښکریان بیا پیتاوي ته ناست دي، حماسي شاعرانو ورته شعرونه لیکلي، هنرمندانو په سندرو کې زمزمه کړي او ملایان ورته د جنت او دوزخ، د اجر او ثواب کیسې کړې دي. د دوی په فکرونو کې کاذب غرور او دیني ولوله نوره هم زیاته شوې او د بل سیلاب په تمه لاس تر زنې ناست دي چې کله به یو نوی تحول رامنځته کیږي او دوی به بیا د زړونو بړاس وکاږي.شاعران، لیکوالان، مشران او ملایان دوی ته نه وایي چې څنګه ژوبل شوئ او څنګه مو دین او دنیا دواړه خراب شول. ځینې د خوشال خان خټک غوندې ستړي او مایوسه شوي او اخره کې یې ویلي دي چې توبه له ننګه، توبه له جنګه او توبه افغانانو ته له خدمت کولو نه.
ناکام ولسونه او ناکام هیوادونه او دولتونه همیشه د خپلو نیمګړتیاوو پړه پر بهرنیانو یا "خدای" اچوي او د خپلو نیمګړتیاوو په علل او معلول فکر نه کوي چې څنګه دوی خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه شي او د نیمګړتیاوو د حل او اصلاح لپاره لارې چارې ولټوي. الله تعالی فرمايي که تاسې په خپل حالت کې بدلون رانه ولئ، نو الله تعالی هم ستاسې په حالت کې تغییر نه راولي. دا چې الله تعالی ستا په حالت کې تغییر نه راولي، نو بیا افغانان ولې له دښمنانو او بهرنیانو نه د تغییر تمه لري. کله چې د حل لاره ورکه شي او افغانان له کړاوونو سره مخامخ شي نو بیا وایي چې همدا بد حالت د الله تعالی رضا وه یا ده.
د افغانانو ترمنځ دوه ډوله ډیلما
افغانان او پښتانه په خاصه توګه، ځکه د عقل او احساس تر منځ تعادل نه شي راوستلای چې دوی له دوه ډوله ډیلما سره مخامخ دي:
اول، دیني ډیلما ده چې دین ملایانو، پیرانو او د مدرسو نصابونو تحریف کړی دی. له یو عصر نه تر بل عصره په دین کې تحریف زیات شوی او عام ولس نه پوهیږي چې اصلي دین کوم یو دی. د جوماتونو اکثره ملایان چې په دین نه پوهیږي، هرې عربي کلمې ته د خدای حکم او د پیغمبر قول وایي. د بیلګې په توګه صرف بهایي ګرامر هم د دین په کتابونو کې شمیري حال دا چې د ګرامر دا کتاب مسلمان نه بلکې د بهایي دین پيرو لیکلی دی نو ځکه ورته صرف بهایي وایي.
د دین لویه برخه چې معاملات دي، په دې برخه کې زیاته څیړنه نه ده شوې. ځیني علماء وایي چې اجتهاد بند شوی او څه چې پخوانیو علماوو ویلي په هغو کې تغییر نه شي راتلای. دا سمه نه ده ځکه فقهي علماوو په خپل وخت کې د ستونزو او د مسایلو د حل لپاره یوه تګلاره او قانون جوړکړی دی چې فقهه ورته وایي. فقهه قانون دی.
پخوانیو فقهي علماوو هم د مسایلو د حل په اړه، په خپلو منځو کې سره اختلاف درلود، نو ځکه څلور مذهبونه او وروسته د نورو علماوو جلا جلا ګروپونه او ډلې رامنځته شولې. د فقهې لویه برخه د تیرو پيړیو پر مسایلو څرخي، خو د یویشتمې پیړۍ مسایلو ته پخواني فقهي متون ځواب نه شي ویلی.
دا چې فقه، قانون دی او د خپل وخت علماوو د خپل وخت د شرایطو په اساس جوړه کړې ده او له دیني مسایلو نه یې د وخت د ضرورت پر اساس، جلا تعبیر او تفسیر درلود، نو د اوس وخت لپاره هم نويو قوانینو ته د اسلامي دیني اساساتو په بنیاد اړتیا ده. دا اوسني ملایان درته وایي چې هغوی بزرګان وو او د بزرګانو په خبرو کې به خبرې نه کوې. که ورته ووایې چې بزرګي یې په خپل ځای خو په اوس وخت کې د مشرانو ټاکل، د حکومت طرز، اقتصادي رشد، ټولنیز ژوند او نور ډیر مسایل اساسي قانون او نورو قوانینو ته اړتیا لري، وایي چې اسلام مکمل دین دی، اساسي قانون ته حاحت نشته دی.
دین په دې معنا مکمل دی چې بل پیغمبر نه راځي او رسول الله (ص) اخري پیغمبر دی نو ځکه دین تکمیل شو خو د دنیا په کارونو کې الله تعالی وایي چې په خپلو منځو کې سره مشوره وکړئ. که دنیایي کارونو کې مشورې ته اړتیا نه وای نو د مشورې امر الله تعالی ولې کاوه؟ همدا علت دی چې فقه رامنځته شوه ځکه د وخت د شرایطو په اساس، ډیرو نویو مسایلو ته نوي اصول، قواعد او قانون په کار وو. که تعبیر او تفسیر ته اړتیا نه وي نو بیا فقه له کوم ځایه رامنځته شوه؟ د اوس وخت لپاره قانون، تشکیلات، د مشرانو ټاکل، اقتصاد، له نړۍ سره راکړه ورکړه او نورو ډیرو مسایلو لپاره قوانینو ته اړتیا ده او له قوانینو او ښې حکومتولۍ، پرته به مسلمانان ذلیل او وروسته پاتې وي.
که لږ نورې پوښتنې دې مطرح کړې نو بیا دا بې علمه او بې عمله ملایان در باندې د بې دینۍ ټاپې لګوي. که ولس ته ووایې چې ملایانو او بزرګانو له دین نه انحراف کړی، هغوی یې هم درسره نه مني ځکه هره ورځ ورته ملایان تبلیغ کوي چې دا دنیا د مومنانو لپاره دوزخ او د کفارو لپاره جنت دی. که له ملایانو سره دیني بحث کوې نو بیا درته وایي چې ته عالم نه یې او په دې مسایلو کې بحث مه کوه او وایي چې "اسلام به ذات خود نه دارد عیبی، هر عیبی که است در مسلمانی ما است". موږ خو په اسلام اعتراض نه دی کړی بلکې وایو چې د اسلام په بنیاد د اوس وخت له شرایطو سره فقې (قانون) ته اړتیا ده.
دویمه ډیلما د افغانانو لپاره ټولنیز ژوند، کلتور او عنعنات دي. په دودیزه ټولنه کې تغییر راوستل مشکل کار دی. کله چې دودیز بد کلتور او فرهنګ له دیني انحرافاتو سره یو ځای شي نو د زندان غوندې فولادي دیوال ترې جوړ شي چې ماتول او له منځه وړل یې له فولادو نه هم زیات سخت وي. په عنعنوي ټولنه کې فرهنګي او کلتوري نادودې له دین نه هم معتبرې وي او همدا علت دی چې افغانان نه د دین شول او نه د دنیا ځکه نیم د دین مني او نیم د خپل ځان، خپل پخواني بد فرهنګ او کلتور.
اما افغانان دا فکر نه کوي چې فرهنګ او کلتور له زمانې سره بدلیږي او څه ته چې اوس فرهنګ او کلتور ویل کیږي، دا پخوا موجود نه و او وروسته رامنځته شوی دی. له هرې زمانې سره فرهنګي تغییرات رامنځته کیږي. د غیرت او ننګ تعریفونه بدلیږي. هغه مهم پښتو متل دی چې وایي تشه لاسه ته مې دښمن یې. کله دې چې لاس تش وي نو بیا غیرت او ننګ دواړه له پخواني تعریف سره مغایرت پیدا کوي ځکه محتاج سړی او محتاج حکومتونه د ننګ او غیرت خبرې نشي کولی.
د یویشمتې پیړۍ فرهنګ، ننګ او غیرت په تعلیم او پرمختګ کې نغښتی دی چې ولس او حکومتونه په اقتصادي لحاظ محتاج ونه اوسي. تعلیم او پرمختګ د یو نظام په چوکاټ کې رامنځته کیږي چې هلته د اساسي قانون پر اساس د دولت مشر او حکومت ولس ته مسووله او ځواب ویونکي وي چې هغسې حکومت اوس نشته دی.
که له تنقیدي زاویې د افغانانو تیر تاریخ ته کتنه وشي، د افغانانو سوله ییزو او جنګي دواړو تګلارو تر اوسه پورې نتیجه نه ده ورکړې. د خوشال خان خټک او پیر روښان ستراتیژي د تبلیغ، قلم او جنګ وه او نتیجه یې ځکه ورنه کړه چې هغه وخت یې د احساس او عقل تر منځ تعادل نه و رامنځته کړی چې ګټه په جنګ کې ده او که په مصلحت کې. جنګونه یې پیل کړل او اکثره جنګونه په خپلو منځو کې وو او مغلو ورته ننداره کوله تر دې چې د پیر روښان پر وړاندې پیر تاریک بریالی شو او د خوشال خان خټک پر وړاندې یې اخر خپل زوی له مغلو سره یو ځای شو او اخره کې یې وویل چې توبه له ننګه او توبه له جنګه.
مغلو جنګونه وکړل او بابر وکړای شول چې په هند کې له جنګ وروسته د حکومتولۍ سیستم رامنځته کړي او هغه سیستم په هند باندې تقریبا درې نیم سوه کاله حکومت وکړ او تر اوسه د مغولیانو امپراطوري د هند د نیمې وچې د تاریخ یوه لویه برخه ده. افغانانو له میرویس خان نیکه او احمدشاه بابا نه نیولې تر اوسه پورې ونه کړای شول چې د حکومتولۍ داسې سیستم رامنځته کړي چې موسسات جوړ او ژر له منځه لاړ نشي او په پیړیو پیړیو حکومت وکړي. امریکا یوه بیلګه ده چې درې سوه کاله د مخه یې د حکومتولۍ بنیاد رامنځته کړ چې هم دا بنیاد قوي شو، هم یې دوام وکړ او بالاخره د نړۍ لوی طاقت شو. د پخوانیو پادشاهانو له مرګ نه وروسته د حکومتولۍ سیستمونه ډیر ژر دړې وړې شوي او وارثینو یې د قدرت نیولو لپاره جنګونه پیل کړي دي. کله چې ته جنګ کې اوسې نو خامخا به د بهرنیانو او سیمې نفوذ ستا په کورنیو چارو کې وي. د دغه خپل منځي جنګونو لړۍ لا اوس هم روانه ده.
عدم تشدد مبارزه، نوې ستراتیژي
پاچا خان له تیر تاریخ نه په زده کړې سره د عدم تشدد مبارزه پيل کړه. د عدم تشدد مبارزې په چوکاټ کې یې د خدایي خدمتګارانو سیاسي حرکت رامنځته کړ چې ولس تعلیم او تربیې ته یې وهڅوي او په ولسونو کې مثبت فکري تغییر رامنځته کړي. هغه پوهیده چې تر څو په فکري لحاظ پښتانه له دیني انحرافاتو او غلطو دودیزو کړنو ازاد نه شي، د دوی راتلونکې نه ښه کیږي. تر ډیره وخته دا مبارزه کامیابه وه خو کله چې د خدایي خدمتګارو حکومت په سرحد ایالت کې جوړ او بیا پاکستان ایجاد شو، دا مبارزه له ناکامۍ سره مخامخ شوه او تر هغه وروسته د عدم تشدد مبارزه ورځ تر بلې د کمرنګه کیدلو په خوا روانه ده.
په دغه وخت کې د عدم تشدد مشران، د حکومتولۍ له ستونزو سره مخامخ شول او د ولس غوښتنو ته یې ځواب نه شوای ویلای، ځکه له نويو شرایطو سره یې خپلې تګلارې او ستراتیژۍ ته تغییر ورنه کړ او زړې تګلارې باندې روان وو نو د عدم تشدد تګلارې هم نور کار نه ورکاوه.
د عدم تشدد مبارزه داسې تعبیر شوه چې که چا په یو مخ په څپیړه ووهلې نو د تبلیغیانو غوندې دا بل مخ هم ورته نیسه چې د یوې څپېړې په ځای دوه څپېړې درکړي. که زیاتې خبرې دې وکړې نو د څپېړو شمیر به نور هم زیاتیږي او ته به څه نه وایي تر څو یا د څپېړو والا ستړی شي او یا ته پر ځمکه را وغورځيږې او نور د څپیړو او مبارزې توان ونه لرې. انګریزانو او مسلم لیګیانو له دې فرصت نه استفاده وکړه او د دوی حکومت او تګلاره یې له ناکامۍ سره مخامخ کړل. البته د سیاست میراثیتوب هم د ناکامۍ سبب شو خو دا جدا بحث دی.
په افغانستان کې هم تیر حکومتونه د عقل او احساس تر منځ د تعادل د نشتوالي په مرض اخته وو چې د افغانانو ګټې یې خوندي نه کړای شوې. په پایله کې په لر او بر کې د افغانانو وضعیت له سختو چیلنجونو سره مخامخ شو، چې له یوې خوا د دیني انحرافي ډلو قوت زیات شو او له بلې خوا ولس د نړۍ د پرمختګ له بهیر نه شاته پاتې او د اتلولۍ په کاذب غرور کې ښکیل پاتې شول. همدا انحرافي دیني ډلې او کاذب غرور د قوي ملي حرکتونو پر وړاندې لوړ چیلنج دی. د همدغه کاذب غرور له امله، افغانانو ستراتیژيک دوستان پیدا نه کړای شول او یوازې د ایډیالیزم پر بنیاد او د احساساتو په جذبه غواړي چې فردي، ټولنیزه او یا سیاسي ازادي تر لاسه کړي. دا کار عقلي دی خو عملي نه دی.
له بحران نه د وتلو لاره؛
لومړی: له دغه تاریخي پس منظر نه هدف دا دی چې پخوا هم د عقل او احساس تر منځ تعادل نه و رامنځته شوی او اوس هم دا توازن د عقل او احساس تر منځ شتون نه لري. افغانان مبارزه کوي خو د مبارزې هدف معلوم نه دی. د حکومتولۍ د یو شاګرد په توګه، زه په دې نظر یم چې که د هرې ملي مبارزې لپاره د ښې حکومتولۍ فرموله نه وي هغه نتیجه نه ورکوي ځکه په اخر کې ته باید ولس ته خدمات عرضه کړې او یوازې شعارونه او ارماني فکر کافي نه دی. ازادي او خود مختاري بې له ښې حکومتولۍ نه شي تر سره کیدلی. د ښې حکومتولۍ لپاره جغرافیه، مادي او بشري منابع اړین دي.
دویم: سیاست په ایډیالیزم نه کیږي. د ایډیالیزم او ریالیزم تر منځ د عقل او احساس د تعادل د فرمولې په اساس د وخت له شرایطو سره نوې تګلاره په کار ده چې په لنډ او اوږدمهال کې د افغانانو ګټې خوندي کړي. تیرو مشرانو او حکومتونو دا کار ونه کړای شو او اوسني مشران که په قدرت کې دي او یا له قدرت نه بهر دي، د ښې حکومتولۍ لپاره فرموله نه لري. د حکومتولۍ یا قدرت نیولو لپاره له یوې روښانه تګلارې پرته د عدم تشدد مبارزې نه پخوا د افغانانو په سیمه کې نتیجه ورکړې او نه په راتلونکي کې نتیجه ورکوي.
درېیم: ولې له مشرانو او یا حکومتونو نه دا توقع لرو؟ ځکه مشرتوب او د حکومتونو د مشرانو جوړیدل، د عیني او ذهني شرایطو په اساس له یو لړ پیښو او حالاتو وروسته رامنځته کیږي او د هغوي رول مهم دی. که دغه مشران او حکومتونه، د عقل او احساس د تعادل د فرمولې په اساس مشرتوب، سیاست او د ښې حکومتولۍ لپاره کار ونه کړي، پایله یې بیا هم د پخوانیو مبارزو په څیر ناکامه ده.
څلورم: د افغانانو لپاره دوه ډوله مبارزه په کار ده چې هم له دیني انحرافاتو او هم له غلط دودیز فرهنګ نه خپل فکر او کړنې ازادې او جلا کړي. د فکري سافټویرونو اپدیټ ته اړتیا ده چې څنګه اصلي دین له انحرافاتو او هم ښه دود او فرهنګ له غلط دود او فرهنګ نه جدا شي.
له بده مرغه، تر اوسه د افغانانو په لوستي نسل کې هم تر ډیره حده دا تغییر نه لیدل کیږي. د ښه او بد فرق نه کوي، عقل سر خوړلی او د احساساتو په بنیاد مرده باد او زنده باد وایي. لنډمهالې او اوږدمهالې ګټې او زیانونه نه پرتله کوي.
زیات لوستي او ځانونو ته چې روڼاندي وایي، یو خوا د افغانانو پر وړاندې د افغانانو د دښمنانو، لکه ایران او پاکستان له پالیسیو سر ټکوي خو له بله پلوه د دوی د ګوډاګیانو پلوي کوي. له یوې خوا له غرب او شرق نه سر ټکوي خو بیا په غرب او شرق کې اوسي، خو خپلو خلکو ته د لاشرقیه او لا غربیه سندرې زمزمه کوي. د دوی او د دوی د کورنیو لپاره په غرب یا شرق کې اوسیدل ښه کار دی خو د افغانانو او د افغانانو د حکومتونو لپاره له غرب یا شرق سره ستراتیژیکه دوستي بد کار دی.
پنځم؛ په لومړي قدم کې لوستي افغانان باید د هیپوکراسۍ له مرض نه ځانونه خلاص کړي او د عقل او احساس تر منځ تعادل رامنځته کړي. هغه څه ووایي او هغه څه وکړي چې د افغانانو لپاره په لر او بر سیمو کې سوله او امن راوستلی شي. د خپلو اهدافو لپاره باید ستراتیژیک دوستان او دښمنان وټاکي ځکه په نړۍ کې خودمختاره قومونه او حکومتونه په هغه معنا چې افغانانو ته تعریف شوي دي، نشته دی.
شپږم؛ د افغانانو او د سیمې ستونزې سیاسي دي او سیاسي ستونزو ته تخنیکي او احساساتي حل نه شي پیدا کیدای. سیاست همدا دی چې څه به اخلې او څه به ورکوې او خپلې اوږدمهاله ګټې به خوندي کوې.
اووم؛ په لره پښتونخوا کې هم دا حال دی. که د ولس په زور مبارزه کوي، دا سمه خبره ده چې د ولس زور د خدای زور دی خو پښتانه اکثریت د عمران خان، مسلم لیګ، جمعیت علماء، خلکو ګوند او نورو ډلو ملاتړ کوي او د پي ټي ایم ملاتړ یو سلنه پښتانه هم نه دي.
د جنګ میدان هم د دیني انحرافي ډلو په لاس کې دی، نو سوال دا دی چې څنګه به دا مبارزه کامیابه شي؟ د ملتپاله پښتنو لپاره ستراتیژیک دښمنان ډیر او دوستان ډیر لږ او یا نه لري. پښتانه اول باید په دی فکر وکړي چې څنګه ستراتیژيک دوستان زیات او دښمنان کم کړي.
اتم؛ نن سبا هر ملک او هر حرکت ستراتیژیکو دوستانو ته اړتیا لري او استقلالیت نسبي مساله ده. که ستراتیژیک دوستان ونه لرې نو نشي کولی چې خپل اصلی هدف ته ورسیږي او افغانان او سیمه د جنګ له اور نه وژغوري.
زما په اند، دا هدف یوازې د ولس د احساساتو په بنیاد نشي رامنځته کیدلی ځکه پي ټي ایم د حکومتولۍ او یا قدرت د لاسته راوړلو لپاره پلان او ستراتیژي نه لري.
که دوی د پاکستان د قانون په چوکاټ کې حق او عدالت غواړي، نو بیا دوی ته په کار ده چې د پاکستان په سیستم کې نفوذ وکړي او هلته قدرت تر لاسه کړي څو د خپلو خلکو او سیمې لپاره خپل حقوق تر لاسه کړي.
که دوی نه غواړي چې د پاکستان د قانون په چوکاټ کې ازادي او خپل حق تر لاسه کړي نو بیا دوی ته نوې ستراتیژي په کار ده او خپل شعارونه بدل کړي. دا مسله د پي ټي ایم لپاره جدي مساله ده چې فکر پرې وکړي.
نهم؛ افغانان په لر او بر کې د پي ټي ایم حرکت ملاتړ ځکه کوي چې پي ټي ایم د پاکستان د پوځ ظلمونه او فساد بربڼد کړ او دا لویه مبارزه وه او زیاته قرباني یې ورکړه.
ټول افغانان د دوی د مبارزې منندوی دي او حمایت یې کوي خو دا کافي نه ده ځکه د اتم بند په بنیاد د دوی اوږدمهاله ستراتیژي واضحه نه ده.
لسم؛ که پي ټي ایم نور هیڅ هم ونه کړي، همدا یې لوی خدمت خپلې سیمې او خلکو ته وکړ چې د پاچا خان د عدم تشدد د مبارزې په شکل به یې تر پيړیو خلک یادوي خو پي ټي ایم او هم ټولو افغانانو ته په لر او بر سیمو کې د ښې حکومتولۍ لپاره تګلاره په کار ده.
که دا تګلاره نه وي، لکه څنګه چې پخوانۍفقه نشي کولی د یویشتمې پیړۍ ستونزو ته د لارې حل پیدا کړي همداسې د شلمې پيړۍ د عدم تشدد مبارزه هم د ښې حکومتولۍله فرمولې پرته نه شيکولای چې د یویشتمې پيړۍ ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي.
یوولسم؛ پوهیږم چې دا لیکنه به د یو لړ کسانو په مزاج برابره نه وي خو د دې لیکنې په محتوا باندې بحثونو ته اړتیا ده څو د افغانانو مبارزه په لر او بر سیمو کې رنګ راوړي.
په دې لیکنه کې هم د مسایلو د حل لپاره ډیرې نورې پوښتنې مطرح کیدلی شي او زیات وضاحت ته اړتیا لري چې سیاسیون او د فکر خاوندان پرې نظر ورکړي او یا متبادلې لارې چارې وړاندې کړي.
یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.